The news is by your side.

د طالبانو نوې ادعا! څومره حقیقت لري؟

خبريال وېبپاڼه؛ وسله والو طالبانو په يوه ليکنه چې رسنیو ته یې استولې ده ادعا کړې چې ددوی خلاص شوی زندانیان د حکومت له لوري بيا په نښه شوي او وژل شوي دي.

طالبانو د خپلو هغه خلاص شويو زندانيانو يو نوم لوړ سره د تشریحاتو خپور کړی دی چې پکې ددوی د خلاصو شويو بنديانو په هکله مالومات موجود دي، په دې لیست کې د خلاص شوي زنداني هويت، د خلاصون نېټه، بېرته د نيول کېدو يا وژل کېدو ځای، د بيا نيول کېدو يا وژل کېدو تاریخ او نور تشریحات بيان شوي دي.

وسله طالبان وايي د زندان څخه خلاص شوي غړي يې بېرته د حکومت له لوري نيول کېږي او يا وژل کېژي، دوی شکایت کوي چې نه يوازې چې خلاص شوی کس بېرته وژل کېږي بلکې په ډېرو مواردو کې یې کورنۍ هم ورسره وژل شوې وي.

خو د افغانستان د ولسمشر لومړي معاون امرالله صالح وايي ۵۸ سلنه طالبان وروسته د خلاصېدو سمدلاسه بيا د جګړې سنګر ته تللي دي او جګړه يې پيل کړې ده.

د طالبانو سره نېږدې اړیکې لرونکي کسان بيا وايي چې د حکومت له لوري حملې او چاپې په خلاصو شويو زندانيانو ددې سبب شوي دي چې هغوي بيا مجبور شي بېرته وسله په لاس کې واخلي او جګړه پيل کړي.

د بلې خوا بیا د سولې د مذاکراتو او د زندانیانو مسله څارونکي پوهان وايي چې دواړه لوري ځینې نيمګړتياوې لري، د طالبانو خوشي بندیانو کې داسې هم شته دي چې څنګه خلاص شوی نو په سبا یې بيا تللی او جګړه يې پيل کړې.

د مرکزي ولايتونو څخه ځینې سرچینې وايي چې داسې هم شوي دي چې د طالبانو زنداني خلاص شوی څنګه چې کور ته راغی په سبا یې بېرته تللی سړک ته او د ملي اردو په کاروان يې حمله کړې ده.

د حالاتو شننوکي وايي چې دواړه لوري بايد د خبرو څخه په شا نشي او ددې ډول ستونزو د حل لپاره تخنيکي ټيمونه وګوماري، افغان حکومت بايد سل سلنه ډاډه شي او تضمين ورکړل او دا پروسه تعقيب شي چې خلاص شوي زندانیان به په هېڅ صورت بيا جګړې ته نه مخه کوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.