The news is by your side.

يو روشن فکره طالب څنګه ګوښه او پسې له منځه ولاړ؟

خبريال وېبپاڼه؛ د طالبانو په صف کې پخوا هم داسې کسان و چې د افراط پلوي نه و او په ځينو برخو کې د اصلاحاتو غوښتونکي و، خو له بده مرغه چې دا ډول خلکو د طالبانو په منځ کې ډېر ځان ونشو ساتلی او يا هم طالبانو او طالب مشرانو پخپل صف او ډله کې دوی ونه ساتل او ژر یې د خپل ځان څخه لرې کړل.

ځینې بيا داسې و چې د طالب مشرانو له لوري ان ووژل شول، ځینې بيا په هر لحاظ هغه که اقتصادي و که په ټولنيز و منزوي سول د صحنې څخه په شاه کړل شول.

يو له دې نېک نیته کسانو څخه د عبدالحی مطمئن و، تر ننه پورې د هغه په تړاو ډېری طالبان ډېر ښه نيت او خاطرې لري خو د طالبانو په مشرانو کې بيا په بېلابېلو وختونو کې د هغه په هکله دا ډول ښه نیت شتون نه درلود.

مطمين پخپله د فقر او غربت په ماحول کې خپل ژوند له لاسه ورکړ، نوموړي په داسې حال او وخت کې خپل ژوند له لاسه ورکړ چې د طالبانو ډله اوس د پخوا په شان محاصره نه وه، مشرانو یې اوس سفرونه کولای سول او پراخ امکانات ورته رسېدلي و‌.

خو مطمئن له دې امکاناتو برخمن نه شو، که څه هم د ژوند په وروستيو کې طالبانو د هغه درملنې ته زړه ښه کړی و خو نور زيات ناوخته شوی و او مطمئن صيب خپل ژوند له لاسه ورکړ.

ښاغلي مطمین په افغانستان کې جګړه نه غوښته، هغه د يوې خوا د افغانستان د جګړې په استخباراتي ابعادو خبر و او په دې پوهېده چې د پردې تر شا لاس ددې جګړې څخه څه ډول ناوړې ګټې ترلاسه کوي څه ډول ناوړه موخې لري، له همدې کبله يې د جګړې پلوي‌ نه کوله، او همدا سبب شو چې دی د نويو طالب مشرانو په سترګو کې نوره ځای ترلاسه نکړي.

مطمئن په داسې حال کې خپل ژوند له لاسه ورکړ چې غربت سخت ځپلی و خپله درملنه یې په قرضونو کوله، خو د بلې خوا بيا د طالبانو مشرانو اوس په قطر کې يو مجلل ژوند پيل کړی دی، د ژوند هره اسانتيا ورته برابره ده او په میاشت کې څو هېوادونو ته سفرونه کوي.

د قطر مېشتو طالب مشرانو له لوري د مطمئن او د مطمئن غوندې نورو طالب ليکوالانو، مشرانو، د علم او پوهې د خاوندانو په حق کې بې پروايي صرف له دې کبله وشوه او کېږي چې دوی په افغان جګړه کې د لومړیتونو د پېژندلو، عملي کولو او د ازادۍ د بيې په هکله خپل معقول دریځ درلود، دوی نه غوښتل د يوه بل هېواد څخه د ازادۍ د اخيستلو لپاره په بل هېواد( پاکستان) دومره تکيه وشي چې د يو آزادۍ بيه بله غلامي شي.

مطمين له دنیا ولاړ ځینې حقايق یې بيان کړل ځینې يې د ځان سره یوړل او د ځینې د لارې مشال شو، خو په قطر مېشتو کې بدلون نه ښکاري او پخپله پخوانۍ باره روان دي.

 

ليکوال؛ تاج محمد ارين

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.