The news is by your side.

اترا ملت ته د یو کال حساب ورکړ؛ تاسې یې له خدماتو راضي یاست؟

خبریال وېب پاڼه/ د مخابراتي خدماتو د تنظیم ادارې یا اترا مشرتابه نن ملت ته د حساب ورکونې په لړۍ کې د یو کال راپور ورکړ.

ملت د اترا له خدماتو راضي نه دی او نن د اترا ادارې رٸیس عمر منصور انصاري هم د حساب ورکونې پخ غونډه کې اعتراف وکړ چې دوی هم د مخابراتي شرکتونو د خدماتو له کیفیت راضي نه دي خو وایي د خدماتو د نا سمو وړاندې کولو له کبله جریمه شوي شرکتونه به هم د روان کال په جریان کې اعلانوي.

انصاري زیاته کړې چې ټول مخابراتي شرکتونه یې مکلف کړي چې د فایبر غځونې ته کار ووایي او راتلونکی کال په دې برخه کې جدي کار وکړي څو چې د فایبر شبکه پراخه نه شي د کیفیت ستونزه به پر ځای پرته وي.

د اترا ادارې مسؤولینو د حساب ورکونې غونډه کې یادونه وکړه چې اوس مهال یې د شبکې په تخنیکي اذزونې کار شروع کړی او دا به داسې ډیزاین کړي چې د یوې پېړۍ ځواب ووایي.

اترا ادارې دا راز راتلونکی کال لپاره د خدماتو د کیفیت د لوړولو، خدماتو پراختیا، متوازنو خدماتو او ټکنالوژۍ لوړوالي په موخه له مخابراتي شرکتونو پلانونه غوښتي او په دې تړاو ورسره اوونیزې ناستې پیل شوي.

اترا اداره داسې مهال د خپلو خدماتو او کارونو په اړه ولس ته د حساب ورکونې لپاره سر را پورته کوي چې لا هم د دوی له کارونو ملت راضي نه برېښي خو د مخابراتو په برخه کې یې وروستۍ هلې ځلې او کارونه د پام وړ بلل شوي.

خلک په اترا د دې لپاره نیوکه لري چې د مخابراتي شرکتونو خدمات او د خدماتو بیې خورا لوړې دي چې دوی یې نه شي اداء کولی خو اترا ادارې تر اوسه په دې برخه کې اساسي کار نه دی کړی.

د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې د تېرو کلونو په پرتله اوس کارونه او خدمات زیات شوي، تېرو کلونو کې به د مخابراتي خدماتو په برخه کې د ستونزو پر مهال خلکو دا اصطلاح زیاته مشهوره کړې وه چې اترا چېرې ده یا اترا کجاست خو د اترا ادارې د وروستیو بدلونونو او کارونو سره د اصطلاح هم کمه شوې او خلک یې په کارونو څه نا څه قانع شوي دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.