The news is by your side.

پاکستان ضد طالب مشرانو ته څه کول په کار دي؟

خبریال وېبپاڼه – د ملا محمد عمر مجاهد تر شا پاته تحریک کې که څه هم د بل هر وخت برخلاف اوس د پاکستان ضد روحیه زیاته شوې؛ خو لا هم ځیني ‌طالب مشران هڅه کوي‌ چې د پآکستان ګټې خوندي او د تحریک لویه برخه د پاکستان په ګټه وچلوي.

په جګړه ایزو لیکو کې ځوان طالبان د خپلو سیمه ایزو مشرانو ترهدایت لاندي ‌جګړه کوي‌ او سیمه ئیز طالب مشران بیا د امکاناتو د ترلاسه کولو په هدف اړ دي‌ چې د خپلو نورو مشرانو خبرو او غوښتنو ته غاړه کښېږدي.

په کراچي کې د طالبانو یو مشر وايي چې د جګړې په ډګر کې بوخت طالب ځوانان (۵۰) په سلو کې د هغو مشرانو تر لاس لاندي دي چې د پاکستان ګټې ساتي؛ هم داراز (۲۵) یا (۳۰) په سلو کې طالب جنګیالي‌بیا د هغو مشرانو تر لاسه لاندي دي‌چې په یوه نه یوه بڼه له پاکستان سره مخالفت لري؛ خو د خپلو ملګرو او خپل ځواک د ساتلو په موخه بیا هم په افغانستان کې جګړه کوي.‌

د طالبانو د شورا دا غړی وايي چې له (۲۰) تر (۲۵ فیصدو طالب جنګیالي‌ د داسي‌مشرانو تر لاس لاندي دي چې یا له بیلا بیلو هیوادونو سره اړیکي لري‌او یا یې پټې اړیکي له افغان ځواکمنو سیاستوالو یا د ملي‌امنیت سره رغولې دي.

د کوټې شورا یو بل غړي په بله بڼه دا خبره خبریال وېبپاڼې ته تائید کړه چې ځیني‌ طالب مشران چې پاکستان په زندانونو کې ځورولي؛ یا یې شکنجه کړي دي له پاکستان نه نفرت لري؛ خو دده په خبره د همدغو کسانو شمېر ډېر نه دی.‌
سرچینه وايي‌ چې ډېری طالب مشران چې په سر کې د قطر د دفتر مشر ملا برادر او په پاکستان کې د جلب او جدب د کمېسیون مشر امیر خان متقي دی د جایدادونو او کاروبار د ساتلو په موخه د پآکستان د ګټو ملاتړ او ننګه کوي.‌
د کوټې شورا دا غړی وايي چې په قطر کې ډېره برخه د پاکستان خواخوږي مشران را غونډ شوي‌دي چې پخپله شیخ عبدالحکیم؛‌شهاب الدین غوري؛ انس حقاني او ځیني‌نور یې پاکستان ته ډېر نېژدې دي.

د پآکستان پلوو ډله په مالي لحاظ هم تر دې نورو طالب مشرانو تکړه بلل کېږي او تر ډېره بریده یې په طالبانو کې دننه شهرت هم موندلی دی؛‌ ملوي ترابي صیب چې د ملا برادر اخوند له اولادونو سره په کراچي‌کې شریک د ځمکو او کورونو کاروبار کوي د طالبانو د پیسو د ساتونکو له جملې نه لمړی کس بلل کېږي.
هم دا راز عبدالطیف منصور او ځیني نور کسان هم تر نورو زیات پاکستاني چارواکو ته نېژدې بلل کېږي چې تر ډېره بریده یې د نورو طالب مشرانو پر روحیه منفي اغیزه کړې ده.‌
اوس چې د طالبانو او د امریکا ترمنځ نیمه رغېدلې اړیکي‌په زوال ښکاري؛ داسي برېښي چې ښايي د قطري چارواکو او ملا برادر ترمنځ هم د اړیکو مزي‌وشلیږي؛ خو بل پلو شاید قطر او نړۍ واله ټولنه هغه طالب مشران را وړاندي ‌کړي‌ چې په افغانستان کې د سولي‌اراده لري او غواړي‌چې د نړۍ والو نورمونو سره سم وچلیږي.‌

په داسي ‌یوه حالت کې به پاکستان دا هڅه وکړي چې د نړۍ والې ټولنې لپاره د پاکستان ضد ډله هم په خپله په خود ساخته ډول رامنځ ته کړي؛ او د پاکستان ضد ډلي مشري‌هم پاکستان پخپله واخلي؛ خو پاکستان ضد طالب مشرانو ته په کار دي‌چې تر بل هر وخت ویښ وه اوسي.‌ پر پاسکتان ضد طالب مشرانو ښايي په پاکستان کې دننه په بیلا بیلو نومونو مقدمې درج کړل شي‌ او که احتیاط ونه کړي ښايي له مرګونو او ترورونو هم بچ پاتې نشي.

بل پلو د ډېرو په اند د امریکا سره تر تړون وروسته اکثره پاکستان ضد طالب مشران په پراخه پښه افغانستان ته تګ راتګ کوي چې ښايي استخباراتي‌معلومات یې د استخباراتي‌تړون له مخې پاکستاني چارواکي یا په طالبانو کې دننه کړئ افغان حکومت ته ورکړي او دوی په افغانستان کې دننه په نښه شي.

د پاکستان ضد فکر لرونکي ‌طالب مشران تر بل هر وخت اوس له خطر سره مخامخ دي او د طدرو په اند که سره یوځای نشي ښايي د لوبي‌ بایللو سره سره ژوند هم وبایلي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.