The news is by your side.

د ځینو پولیسو له لوري د نظام د ړنګولوهڅه!

خبریال وېبپاڼهد افغانستان په نېژدې هرګوند او هر ارګان کې اوس داسي کسان زیات شوي دي چې په ارادي او غیري ارادي ډول د نظام په خرابولو بوخت دي.

ځیني کسان د نظام او حکومت فرق نشي کولای نظام ته زیان اړوي او ځیني نور بیا په لوی لاس د ګاونډیو جاسوسان دي او د افغانستان نسبي پر پښو ولاړ نظام ړنګول غواړي.

ځیني نور بیا له حکومتي چارواکو خوابدي شوي او یا یې د مغروره چارواکو نجس چلند لیدلی د موقت حکومت غوښتونکي او د نظام د ړنګېدو هڅه کوي.

داسي کسان هم ډېر زیات دي چې د طالبانو د راتګ لپاره غواړي چې له هغوسره خپلې اړیکې ټینګې کړي او د نظام خلاف داسي ځایونو او سوشل مېډیا کې غږیږي چې خپل نظر تر ځایي یا لوړرتبه طالبانو ورسوي.

خو د بره یادو شویو ټولو کسانو برخلاف اوس د پولیسو په لیکو کې داسي کسان پیدا شوي چې په لوی لاس د نظام خلاف کار کوي او خلک پاروي چې د نظام خلاف اواز اوچت کړي.

دا پولیس تر ډېره پر لویو لارو سیمه ایز اوسېدونکي او موټر چلونکي تنګوي او هدف یې هغه کسان دي چې د نظام او حکومت فرق نشي کولای.

پولیس اکثره خلک وهي؛ توهینوي یې او په زوره یې لوټي.

د دې پولیسو ډېری کسان د لویو لارو په امنیتي پوستو کې ځای پرځای شوي؛ چې خبریال وېبپاڼې یې ټوله شواهد کورنیو چارو وزارت ته سپارلي دي.

که څه خم د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین خبریال وېبپاڼې ته وویل چې د دې اسنادو پر بنیاد به ژر ترژره هڅه وکړي چې د یادو پولیسو خلاف قانوني چلند وکړي خو د ښاغلي ارین خبره هم داسي مطبوعانږتي پاتې شوه.

تر ړېره بریده پولیس د کابل کندها پر لویه لاره ځورونې کوي چې اصلي مرکز یې د زابل له ښهرصفا ولسوالي بیا تر کلات ښار پوري دی.

د افغانستان د چارو شنونکی لیکوال مجید قرار وايي چې د پولیسو دا ډول کړنې د نظام ستنې ننګوي؛ نوموړی زیاتوي چې:

«حکومت باید د پاټکي پولیسو ژر تر ژره چاره وکړي. پر لویو لارو خلک ځورول نظام د عامو وګړیو ترمنځ بې اعتباره کوي. د لارو مسافر او لارویان کورونو، کلیو، بان‌‌‌‌‌‌ډارونو او ښارونو ته ځي او هلته کیسې کوي. سل ټلویزیوني اعلانونه او مطبوعاتي کانفرانسونه د یوه کاسټر د مسافرو هومره تبلیغ نشي کولای

د ډېرو په اند که مرکزي حکومت ژر ترژره د أټکي پولیسو او د نظام د دښمنو پولیس چارواکو مخنیوی ونه کړي؛ ښایي په امنیتي ځواکونو څه ناڅه پیدا شوی باور هم له لاسه ورکړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance