لينډسي ګراهم طالبانو ته د امريکا غيرې منتظره پرېکړه واوروله
خبريال وېبپاڼه؛ امريکايي سناتور لينډسي ګراهم وايي چې امريکايي ځواکونه به له افغانستان څخه په مې مياشت کې ونه وزي، ګراهم په دې هکله د امریکا د نوي ولسمشر جوبایډن او بهرنيو چارو د وزير د تګلارې ملاتړ وکړ او ویې ویل چې تر څو شرايط بهتر نشي امریکا به افغانستان څخه ونه وزي.
په فوري ډول طالبانو تراوسه پورې د لينډسي ګراهم دې خبرو او د امريکا دريځ ته غبرګون نه دی ښودلی خو وړاندې دوی ويلي و چې که امريکايي ځواکونه ددوی سره په متفق شوي توافق له افغانستان څخه ونه وزي نو یوه ستره جګړه به رامنځته شي.
طالبان دا ځل د لویې جګړې خبرې کوي، له دې څخه ځينې شننونکي دا مطلب اخلي چې ګواکي که دا ځل امريکايي ځواکونه پاتې شي نو طالبان به يې په وړاندې له نورو هېوادونو په ځانګړي ډول له ايران، چين او روسيې څخه په ښکاره مرستې واخلي او دا ځل به جکړه له بل هر وخت څخه شديده شي.
د بلې خوا د امریکا د مطالعې ډلې مشر جنرال جوزف ډنفورډ بيا وايي چې د طالبانو د قانع کولو لپاره باید ډيپلوماتيکې هڅې وشي، ډنفورډ په دې قناعت دی چې د سياسي هڅو له لارې بيا طالبان په دې قانع کړي چې د افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو ځنډ ومني.
امريکا په دې هڅه کې ده چې هم له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو وتل وځنډوي او هم د طالبانو سره خپل توافق حفظ کړي، د بلې خوا بیا طالبان تراوسه په شديد ډول په دې هکله د نرمۍ څخه ځان لرې ساتي او د جګړې ګواښ کوي.
د امريکا نوې پرېکړې ځینې پوهان په نېک فال نيسي ځینې بيا وايي چې امريکا خپل ځواکونه خوندي کړي او پاتې کېدل شي صرف جګړه زباتوي خو نور شننوکي بيا وايي چې په اوس وخت کې د امریکا پرېکړه د افغان حکومت په ګټه ده ځکه کېدی شي دا ددې سبب شي چې طالبان په دې قناعت وکړي چې که د افغان حکومت سره سولهونکړي نو امریکايي ځواکونه به هم هېڅ وخت له افغانستان څخه ونه وزي.
طالبانو اوس مهال د افغانستان د حکومت د استازو سره د خبرې لړۍ پرېښې ده او د خپلو باقي زندانیانو خوشي کول د تور لیست څخه د خپلو مشرانو د نوم د لرې کولو غوښتنه کوي.
افغان حکومت بيا وايې چې د دوحې د تړون مطابق او د دوی د غوښتنې مطابق که دوی د طالبانو زرګونه بندیان خوشي کوي نو طالبان بايد یا اوربند وکړي او یا کم تر کمه اور کم وکړي او په خبرو کې بنسټیز پرمختګ وشي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.