The news is by your side.

بایډن: پر ایران بندیزونه نه لیري کوو

خبریال ویبپاڼه/ د امریکا او ایران ترمنځ د اټومي وسلو او یو شمېر نورو ستونزو له کبله اړیکې خرابې او امریکا پر ایران زیات شمېر بندیزونه لګولي چې له امله يې د ایران د اټومي معضلې قضیه نوره هم ستونزمنه سوې.

اوس تازه بایډن ویلي که ایران د ۲۰۱۵ کال د اټومي تړون پر سویو هوکړو و نه دریږي نو دوی به ورڅخه اقتصادي بندیزونه لیري  نکړي او لا به هم خپل دې  رول ته دوام ورکړي، بایډن چې په تازه مرکه کې يې دا څرګندونې کړې ویلي چې ایران باید د شپږو قدرتونو د اټومي هوکړې پر ژمنتیا و دریږي.

د ایران  او شپږو قدرتونو ترمنځ په ۲۰۱۵ کال کې داسې یوه تړون ترسره سو، چې له ایرانه به اقتصادي بندیزونه لیري کیږي او په بدل کې به یې ایران خپل اټومي بهیر محدوده وي خو ایران اوس له دې هوکړې سرغړونه کړې ځکه نو له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ سوی.

په ورته وخت کې د ایران مذهبي مشر ایات الله خامنه يي وویل هغه وخت خپل اټومي بهیر دروي چې کله پر ایران اقتصادي بندیزونه لیري سي

د ایران او امریکا اړیکې څومره خرابې دي؟

مخکې تر دې چې بایډن واک ته ورسیږي د ټرمپ په واکمنۍ کې د امریکا او ایران ترمنځ اړیکې تر ټولو خراب حالت ته ولاړې چې دا د دې هېوادونو ترمنځ د اړیکو خراب فصل وو، ځکه د دواړو هېوادونو ترمنځ دا امکاهم وو، چې یو له بل سره مخامخ جګړه پیل کړي له هغه وروسته څو ځله د ایران د تیلو وړلو بیړۍ و درول سوې او و نیول سوې همداشان د امریکا له لوري په منځني ختیځ کې دوه بیړۍ د دې لپاره چې ایران و څارې ځا پرځای سوې.

موده وړاندې د امریکا له لوري په دې هڅه چې ایران و ویروي په فارس خلیج کې د امریکا بي ۵۲ ډوله الوتکو ګزمې وکړې چې دا هرڅه د ټرمپ په واکمنۍ کې ترسره سول.

امریکا پر ایران تور پوري کړی چې اټومې وسلې جوړوي او په سیمه کې له ترهګرو ډلو سره اړیکې لري ځکه لا يې هم مخالفتونه دوام لري خو په ایران پر خپل ځان دا ټول تورونه رد کړي او ویلي يې دي چې له ترهګرو ډلو سره اړیکي نلري او ان ورسره مبارزه هم کوي او اټومي پروګرام يې سوله ییز دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance