The news is by your side.

د امریکا او طالبانو د هوکړې پر کتنه ټینګار

خبریال ویبپاڼه/ د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د امریکا ا وطالبانو ترمنځ د ترسره سوې سولې هوکړې په هکله یو ځل بیا کتنه اړینه ده او باید وکتل سي چې په دې برخه کې څومره ژمنتیا کړې.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د امریکا د سفارت سرپرست شارزدافیر راس ویلسن سره د کتنې په ترڅ کې پر دې ټینګار کړی هوکړه دي وکتل سي او همداراز د هوکړې په هکله د طالبان ژمنتیا له امریکا سره د مشورو زیاتوالی او یو شمېر نورو موضوعاتو په هکله خبرې کړې دي.

په دې هکله د امریکايي لوري مسؤل ویلسن ویلي چې د بریالۍ سولې هیله لري او له افغانستان سره به خپلو همکاریو ته دوام ورکويی

د سولې خبرې  او سوله ؟

که څه هم څو میاشتي  وړاندې د سولې راتللو لپاره له ډيرو هڅو وروسته د سولې بین لافغاني خبرې پیل سوې خو له ابتدايي ناستو وروسته بیا نه غونډه سوې او نه هم د افغان سولې لپاره کوم اقدام سوی افغان دولت ویلي چې طالبان د سولې بین لافغاني خبرو څخه ځان کاږي او خبرو ته نه حاضریږي.

د هوکړې په هکله د امریکا دریځ

کله چې جوبایډن د امریکا په ټاکنو کې بریالی سو هغه مهال طالبانو له امریکا وغوښتل چې پر سوې هوکړه دي و دریږي او د یوه هېواد په څیر دي خپله ژمنتیا ثابته کړي خو که چې بایډن واک ته ورسید نو له طالبانو سره د امریکا د ترسوې هوکړې د بیا کتنې خبره کړې.

د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د بایډن اداره د جنجالونو کمولو د سولې خبرو کې  د طالبانو د ګډون او له القاعده شبکې سره د اړیکو پریکولو په هکله د هوکړې له سره ارزونه کوي تر څو په دې برخه کې د طالبانو ژمنتیا مالومه کړي چې ایا دوی څه کړي دي.

د طالبانو د قطر پلاوي څو سفرونه کړي او لايي هم د خپلو دې سفرونو جزیات نه دي ورکړي

عام افغانان څه غواړي؟

که څه د سولې خبرو له پیل څخه تراوسه پوري د عامو افغانانو هیلې وې چې دوی به یوه سرتاسري سولې او د اوربند مزه وڅکې خو داسې ونه سول لاهم حالات خراب او دوی يې اندېښمن کړي دي عام افغانان په لومړیتوب کې د اوربند او وروسته ژر ترژره د سولې کولو په هڅه کې دي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.