The news is by your side.

د شپي لخوا بايد دا خواړه وخوړل شي!

خبريال وېب پاڼه: د ښه روغتيا لپاره د هرڅه مخکې لومړی د ويټامينونو، منرالونو، او هغه خواړه مهم دي چې د انسان بدن ته انرژي ورکوي موږ ټول د بهترينې روغتيا او عضلاتو په لټه کې يو خو د بهترينې روغتيا لپاره بهترينه خوړو ته اړتيا لرو د خوړو استعمال د ماشومتوب، ځوانۍ او د عمر د تيريدو په وخت کې سره توپير لري ځکه د ژوند نوې مرحله کې د انسان په بدن کې کافي اندازه تغيرات راځي.

ددې لپاره چې ښه روغتيا ولرئ بايد هغه کيلو کالري انرژي پوره کړئ چې ستاسو بدن ورته اړتيا لري د شپي لخوا بايد داسي خواړه استعمال کړئ چې د ستاسو په معده او بدن بوج نشي او تاسو ته د خوب وخت کې هم مزاحمت ونکړي ډيری خلک په خوب کې ناراحته او ډير د ستړيا احساس کوي چې اصلي لامل يې د نامنظمو خوړو استعمال دی.

په دې ليکنه کې به هغه خواړه وپيژنئ چې بايد د شپي لخوا يې وخورئ او هم د وزن او عضلاتو د برابروالې لپاره تاسو سره مرسته کولی شي.

* د چرګو هګۍ: د شپي لخوا د غوره خوړو په قطار کې ځای لري که غواړئ چې وزن مو برابر وي او ځان د چاغوالي او ډنګروالي وساتئ بايد چې د چرګو هکۍ د شپي لخوا په خوړو کې ورداخل کړئ د چرګو هګۍ تاسو په اسانۍ مړوي که غواړئ چې د چاغوالي ځان وساتئ جوش کړي يې وخورئ او که غواړئ چې د ډنګروالي ځان وساتئ نو بايد په غوړو کې پخه او وخوړل شي ځکه د چرګو هګۍ کافي اندازه پروټين او شحم لري.

* تازه سبزيجات: سبزي چې تازه پخه شي او وخوړل شي د انسان د روغتيا لپاره ډيره ګټه لري سبزيجات کافي اندازه اوسپنه او نور مهم مواد لري سبزيجات هم بايد د شپنۍ خوړو کې ورداخل کړئ ترڅو ښه روغتيا ولرئ.

* حبوبات: لکه لوبيا، دال، نخواد او نور…. حبوبات هم کافي اندازه پروټينونه او منرالونه لري چې د انسان روغتيا لپاره ګټور تماميږي.

* د ماهي غوښه: د ماهي غوښه که هره ورځ نه وي هره هفته او يا هم مياشت کې يوځل وخوړل شي ځکه د ماهي غوښه هغه مهم غذايي مواد لري چې په نورو غوښو کې نشته او هم بايد د شپي لخوا استعمال کړئ.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.