څومره کسان نړۍ کې په کرونا اخته سوي؟ تازه حال یې

خبریال ویبپاڼه/ که څه هم په یو شمېر هېوادونو کې د کرونا له مله حالت لږ عادي سوی خو په ډیری هېوادونو کې لاهم کرونا هغه شان خطرناکه او نژدې هره شېبه د انسانانو ژوند اخلي.

د تازه شمېرو له مخې په ټوله نړۍ کې تردې شېبې پوري ۱۰۶،۶۹۱،۴۶۱ انسانان په کرونا اخته سوي چې له جملې څخه يې ۷۸،۳۷۹،۹۳۰ کسان تر اوسه پوري روغ سوي او ۲،۳۲۷،۳۶۹ کسان يې بیا وژلي  دي.

د کرونا دغه شمېرې نژدې هره شېبه نوې کیږي او زیاتیږي روغتیا پالان وايي چې خلک باید بې پروا ونکړي او روغتیايي سپارښتنې په نظرکې ونیسي.

ډیری واکسینونه جوړ، سوي او ډیری هېوادونه په دې لټه کې دي چې د دې ناروغي د کنټرول او پروړاندې يې د مبارزې لپاره واکسین جوړ کړي خو تراوسه پوري هيڅ هېواد دې بریا ته نه دی رسیدلی.

خو ډیری واکسینونه ازمویل سوي اما د نتیجې په هکله يې تراوسه کره مالومات نه دي شریک سوي لاهم انسانان د دې ناروغۍ په وړاندې خورا بې وسه دي.

کوم هېوادونو کې کرونا زیاته ده؟

د نړۍ په کچه امریکا د هغه هېوادونو  په سرکې ځای لري چې له کرونا څخه ډیر تلفات لري او میلیونونه انسانان په دې هېواد کې پرې اخته سوي دي، په امریکا کې تراوسه پوري تر ۲۷ نیم میلیونه زیات امریکایان په دې ناروغي  اخته سوي چې نژدې نیم میلیونه یا ۴۷لکه ۷۴ زره يې وژلي او نژدې هره شېبه لاهم د دوی ژوند اخلي.

دویم مقام کې د نړۍ ډير نفوس لرونکی هېواد هند دی په هند کې  څه کم ۱۱ میلیونه انسانان په کرونا اخته سوي دي چې تراوسه پوري يې ۱ لکه ۵۵ زره کسان وژلي او لاهم د تلفاتو دا لړۍ روانه ده.

دریم مقام کې برازیل دی چې تراوسه دې هېواد کې ۹ نیم میلیونه څخه زیات کسان په دې ناروغي اخته سوي او او ۲لکه ۳۱ زره کسان يې وژلي.

په دې دریو واړه هېوادونو کې تراوسه څوک نه دي بریالي سوي چې د کرونا څخه ورته پیښ سوی  دا لوی ګواښ مهار کړي خو هڅې روانې کړې دي.

د نړۍ په کچه ۲۱ داسې هېوادونه دي چې تر یوه میلیونه زیات کسان یا په بل عبارت میلیونونه کسان پکښې کرونا نیولي چې  ښايي راتلوونکي کې دا شمېرې نورې هم لوړې سي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. AcceptRead More