The news is by your side.

ايا ولسمشر غني استعفا ته راضي شوی دی؟

خبريال وېبپاڼه؛ د طالبانو د حکومت د ماليې وزير ملا معتصم اغا جان وايي چې که په دوحه کې درېدلې خبرې پيل او سمې په مخ ولاړې شي چې په پایله کې يې تلپاتې سوله او د نظام ثبات تضمين شي نو دی مطمئن دی چې ولسمشر غني به استعفا ورکړي.

معتصم اغا جان وايي چې د سولې د خبرو ددوام لپاره بايد جدي هڅې وشي او دا پيل شوې خبرې بايد بريا ته ورسېږي ځکه همدا د خبرو له لارې امکان لري چې په هېواد کې تلپاتې سوله قايمه شي.

معتصم اغا جان په دې هکله څه نه دي ويلي چې دغه قناعت ده د کومې رسمي سرچينې څخه ترلاسه کړی دی چې ولسمشر غني به د سولې د خبرو د بريا او د سولې او نظام د ثبات د تضمين په صورت کې استعفا کوي او که يا هم ده ته غیرې رسمې سرچینو دا ډول کوم مالومات ورکړي دي.

معتصم اغا جان په داسې وخت کې د ولسمشر غني د استعفا خبرې کوي چې ولسمشر غني نه هېڅ صورت د استعفا ورکولو او چوکۍ پرېښودلو نيت نلري، تېره ورځ د هغه وياند دواخان مينه پال وويل چې ولسمشر غني به د خپل واک قانوني موده پای ته ورسوي او وروسته به واک د خلکو له لوري ټاکل شوي ولسمشر ته وسپاري.

طالبانو ته نېږدې سرچینه معتصم اغا جان که څه هم د ولسمشر غني د استعفا خبره کوي خو په هېواد کې روان حالت هم د ولسمشر غني د استعفا غوښتنه نکوي، د حکومت د مخافينو تمه دا وه چې ولسمشر غني به د امريکا له لوري مجبور کړی شي چې استعفا وکړي او ورپسې به موقت حکومت رامنځته شي خو اوس د امريکا نوی حکومت په غني د فشار خبره لرې پرېښی او په طالبانو یې فشار زيات کړی دی.

په داسې حال کې چې حالت د اشرف غني په ګټه بدلون مومي نو د استعفا خبره يې شننوکي جدي نه ګڼي.

د بلې خوا د طالبانو پلویان او یا هم هغه کسان چې په دې قناعت رسېدلی چې د ولسمشر غني استعفا د افغانستان په خير ده او په دې ډول دايمي سوله راتلی شي اوس همدا رنګه فکر کوي چې د امریکا نوی حکومت هم نور د جګړې ددوام وس نلري او نه د امريکا دننه دې ته خلک تیار دي نو کېدی شي بيا هم امریکا افغان حکومت تر فشار لاندې راولي.

تېره ورځ د امريکا د بهرنیو چارو وزارت وياند د افغان حکومت څخه وغوښتل چې د سولې په خبرو کې خپل نېک نيت ښکاره کړي د بلې خوا یې په طالبانو هم غږ وکړ چې که دوی د ددوحې توافقنامه په پوره ډول عملي نکړي امریکايي ځواکونه به هم د افغانستان څخه د مې له میاشتې وروسته ونه وځي‌.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance