The news is by your side.

حسنا جلیل د ښځو چارو وزارت معینه ټاکل شوې

خبریال وېب پاڼه/ د کورنیو چارو وزارت معینه حسنا جلیل تازه د ښځو چارو وزارت د معینې په توګه ټاکل شوې.

اغلې جلیل لومړنۍ افغانه مېرمنه وه چې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د معاونیت څوکۍ ته رسېدلې وه. او تر دې د مخه د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت د تحلیل ارزونې او پالیسۍ رییسه و.

حسنا جلیل په 1992ز کال کې په کابل ولایت کې زېږېدلې او په غزني کې لویه شوې لومړنۍ زده کړې یې هم په غزني ولایت کې بشپړې کړي او لوړې زده کړې یې د سوداګرۍ او مدیریت په برخه کې په امریکایي پوهنتون کې ترسره کړي دي.

اغلې جلیل د 26 کالو په عمر کې د کورنیو چارو وزارت د معاونې په توګه ټاکل شوې وه او د معینې په توګه د نوموړې ټاکنه په خواله رسنیو کې له ګڼو غبرګونونو او مخالفتونو سره مخ شوه او منتقدینو نوموړې یې د دې څوکۍ لپاره ځوانه او بې تجربې بلله. او ټینګار یې کاوه چې حسنا جلیل نظامي تجربه نه لري پر ځای دې یې نظامي تجربه کار شخص وټاکل شي. خو اغلې جلیل ټینګار کاوه چې د خلکو مخالفتونه به یې هېڅکله د کار مخه ونه نیسي.

نوموړې د افتخاري سفیرې، سوداګریزې کارپوهې او اجراٸیوي رٸیسې په توګه په ملي او نړیوالو ادارو کې دندې ترسره کړي.

افغانستان کې په لوړو دولتي څوکیو د ښځینوو ګومارنې له سختو ننګونو او مخالفتونه سره مخ دي.

حسنا جلیل یوازنۍ مېرمنه نه وه چې پر لوړ موقف د ټاکل کېدو سره یې خلکو مخالفت وکړ بلکې د دفاع وزارت د مرستیالې په توګه د منیرې یوسفزادې، حسیبې اټکپال، مروه امیني او یو شمېر نورو مېرمنو پر وړاندې مخالفتونه زیات وو چې د لومړي ځل لپاره په مهمو دولتي څوکیو ګومارل شوې وې.

افغانستان کې لا هم پر لوړو څوکیو د ښځو له ګومارلو سره د خلکو د عقدې چلند نه دی بدل شوی بلکې ښځې د هر ډول دندې د ترسره کولو لپاره د نارینوو له عقدې او ننګونو سره مخ دي. خو د تېرو حکومتونو په پرتله د ولسمشر غني د حکومت په دوره کې د پخوانی کلونو نه اوس مهال په دولتي برخو کې د ښځو ګومارنې او اوکارونه زیات شوي دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.