د مهيندر سينګ ډوني د ژوند په اړه پوه شئ!

خبريال وېب پاڼه: مهيندر سينګ ډوني چې په ايم اس ډوني مشهور دي د هندوستان د کرکټ ملي ټيم يو تجربه کار لوبغاړ او کپټان پاتي شوی دی د هندوستان کرکټ ملي لوبډلي د ډوني د کپټانۍ په وخت کې داسي لوبي ګټلي چې د ګټلو موقع به يې نه درلوده ډوني د خپل هيواد او کرکټ لپاره ډيري لاسته راوړني لري د خپل کرکټ لپاره يو وفادار لوبغاړی وه په ډيرو سختو شيبو کې يې خپله لوبډله تر بريا رسولي ده.

د کرکټ د نړۍ د يو داسي ځلانده ستوري د ژوند په اړه به په دې ليکنه کې په ډير څه پوه شئ.

مهيندر سينګ ډوني د هندوستان په رنچي بيهار نومي سيمه کې په کال ۱۹۸۱ د جولای په ۷ نيټه زيږيدلی دی اوس مهال يې عمر ۴۰ کلو ته رسيږي د ۲۰۰۴ز کال څخه تر ۲۰۱۹ز کال پوري د هدوستان کرکټ ملي لوبډلي سره لوبيدلی دی په ۲۰۰۷ز کال کې د هندوستان د کرکټ ملي لوبډلي لپاره د يو ورځينو او شل اوريزو لوبو کپټان وټاکل د يو غوره کپټان په توګه يې خپله وړتيا ښکاره کړه همدا وه چې تر ۲۰۱۶ز کال پوري د هندوستان د ملي لوبډلي دايمي کپټان پاتي شوی وه او همداراز په ټيسټ لوبو کې هم د ۲۰۰۸ز نه تر ۲۰۱۴ز پوري د هندوستان ملي لوبډلي کپټان پاتي شوی وه.

د هندوستان خلک يې د ډيري ميني ماهي، کپټان، کوول، ايم اس ډي او ټالا په نومونو يادوي.

ډوني په ښۍ لاس توپوهنه کوي او په هم په ښۍ لاس ورو توپ اچونه کولی شي او د نړۍ يو غوره ويکټ ساتوونکی هم دی.

د مهيندر سينګ ډوني وروستيو لوبو په اړه وپوهيږئ!

مهيندر سينګ ډوني خپله وروستۍ ټيسټ لوبه په ۲۰۱۴ز کال کې د اسټراليا کرکټ ملي لوبډلي په وړاندي ترسره کړه.

مهيندر سينګ ډوني خپله وروستۍ يو ورځينۍ لوبه د ۲۰۱۹ز کال د جولای په ۹ نيټه د نيوزلينډ کرکټ ملي لوبډلي په وړاندي ترسره کړه.

مهيندر سينګ ډوني خپله وروستۍ نړيواله شل اوريزه لوبه د ۲۰۱۹ز کال د فبروري په ۲۷ نيټه د اسټراليا په وړاندي ترسره کړه او همدې سره يې د کرکټ نړيوالو ټيسټ، يو ورځينۍ، او شل اوريزو لوبو استعفا ورکړه.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. AcceptRead More