The news is by your side.

د ټايګر د ژوند په دې څو حقيقتونو خبر وی؟

خبريال وېبپاڼه؛ اصلي نوم یې جی هیمنټ شرف او دویم نوم یې ټایګر شرف ده. عمر یې د ۳۰ کالو، او په ۱۹۹۰ کال کې د هندوستان، مهراشترا ولایت کې زېږېدلی.د پلار نوم یې جګي شرف او د مور نوم یې ایشا شرف ده. د نوموړي اصلي نوم جی هیمنټ شرف وه،خو چې کله ملګرو د کلب او جمناسټیک په دوره کې ولیده، چې هغه خاص د زمري په شان تګ او حرکت کوي ،نو دوی په ګډه د ټايګر شرف نوم ورته انتخاب کړ.

لومړنی فلم یې په 2014 کال کې د هیروپنټې په نامه و، چې نوموړي په بالیوډ کې خپل مسلک پرې پیل کړ .

ټایکر شرف خورا په زور سره بالیوډ ته راوستل شوه ځکه، چې د نوموړي پلار یو اکټر او مور یې پروډیسره وه نو په د خاطر یې ټایګر پرته له استعداده بالیوډ ته داخل کړ. د څلور کلنۍ څخه یې د جمناسټیک او کلب شوق درلوده خو پلار یی بیا غوښتل چې نوموړی د تعلیم څخه برخمن شي.

کله چې عامر خان د دهوم۳ فلم لپاره بدن جوړ کړی و، نو د ټایګر شرف څخه یط د مرستې غوښتنه کړې وه، چې بیا ټایګر هم د شوټینګ تر پایه د عامر خان سره د مرستیال او شاکرد په توکه پاته شوی و.

په 2009 کال کی نوموړی ته په یو تلویزیون کی په پوځی رول کی د کار کولو غوښتنه سوی وه خو ټایکر دا رول رد کړی وه ځکه چې نوموړي نه غوښتل چې اول په تلویزیون، دوهم په سریال او درېیم بیا په فلم کې کار وکړي.

په جمناسټیک کی د لوبو تر سره کولو لپاره یی پنځه ځلی تور کمربند کټلی دی. ټایکر شراف په 2014 کال کی د هیروپنتی فلم له لاری بالیوډ ته راغلی په فلم کی هلک او نجلی دواړه نوي وه خو د دواړو همدا فلم ډیر کامیابه او د خلکو لخوا وستایل شو.

ټایګر، د هیروپنتې فلم لپاره پوره درې کاله تمرینونه او زحمتونه تېر کړل

ټایګر د لمړی فلم د شوټینګ پر مهال د ډایرکټر لخوا د ډیرو نیوکو او تندو غبرګونونو سره مخ شوی وه ، حتا تر دې ، چې څو ځلی یې د شوټینګ څخه هم لرې کړی و.

خو چی کله فلم جوړ او ترمیم سو نو د ډاریګټر لخوا وه (ټایکر شراف) ته جایزه ورکول سوی او ستایلی سوی وه

نوموړی وایی که څوک وغواړی زما په شخصي ژوند ځان خبر کړي نو هغه زما د مینوالو څخه نه دی.ځکه چی ټایګر یو ډیر شرمناک او پټ حال ویونکی انسان دیږ ټایګر وایي هغه وخت د خپلو ارمانو د پوره کولو احساس کوم تر څو مې چې د (مایکل جکسن) په رقم ډانس او د (بروسلي) په څېر جمناسټینک نه وي کړی.

 

نوموړی د (هیروپنټې) وروسته بیا په 2016 کال کې د شردا کپور سره یوازې په باغي فلم کې را څرکند شو، چې د خلکو د خوښیو او کامیابو سره مخ شو.

شردا کپور او ټایګر شرف دا نه چې ملګري دي، بلکه د مکتب په دوره کې ټولګیوال هم پاتې شوي دی.

د دواړو ملګرتیا د ښوونځۍ څخه پیل او تر ننه دوام لري،

د (باغی۲) فلم وروسته دیشا او ټایګر یو ښه ملګري شو چې تراوسه یې اړیکه دوام لري،او ممکن دا په راتلونکي کال کې واده هم وکړي. د (ریتیک روشن) سره په #وار فلم کې راتلل د ټایګر د ژوند تر ټولو لوی فلم وبلل شو.

وروستی فلم یې باغي۳ وه چې په سینماو کې د کرونا وایروس له وجې ناکامه او بند کړل شو.

راټولوونکې: مریم صدیقي

 

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.