The news is by your side.

د امریکا او افغان حکمت د خرابو اړيکو په اړه د صالح اعتراف

خبريال وېبپاڼه؛ د ولسمشر غني لومړي معاون امرالله صالح نن پخپل یو تریخ اعتراف کې دا ومنل چې د ډونالډ ټرمپ حکومت دوی له پامه غورځولي و.

د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ زلمي خليلزاد ته واک ورکړ چې د طالبانو سره خبرې په مخ يوسي او د ټاکنو وړاندې ددې خبرو يوه داسې پايله ترلاسه کړي چې د افغانستان څخه د امريکايي پوځيانو د وتلو تګلاره تياره کړي.

خليلزاد په دې خبرو کې د افغان حکومت دریځ ته ډېر پام ونکړ او ډېرې پریکړې يې د افغان حکومت په غياب کې وکړې او په پايله کې یې خپلې پریکړې راوړې او د افغان حکومت مخې ته یې کیښودې چې عملي يې کړي.

که څه هم په ښکاره داسې راپورونه ورکول کېدل چې زلمی خليلزاد د افغان چارواکو سره مشوره کوي خو ویل کېږي د افغان حکومت سره ډیرې جزي مشورې کېدې چې نمایشي بڼه يې درلوده او د طالبانو سره په خبرو کې یې کوم وزن نه درلود، په پای کې به هغه څه وشول چې خليلزاد غوښتل.

د خليلزاد ترڅنګ ډونالډ ټرمپ په مستقيم ډول هم افغان حکومت ته چندان پام نه کاوه، په څه کې نن ښاغلي صالح اعتراف کوي ملت ورباندې مخکې خبر و.

دا تر ډېره د ډونالډ ټرمپ له شخصیت سره تړاو لري، ډونالډ ټرمپ د ګټو په بنسټ مستقيم حرکت کاوه، ده په نورو هېوادونو کې خپل پوځ شتون بدون له مستقيم ګټې بې فايدې باله.

ډونالډ ټرمپ د سعودي عربستان څخه هر کال په ميليارډونو ډالره ترلاسه کول او هلته یې د عکسرو پرېښودل سم بلل، خو په افغانستان غوندې هېواد کې چې ډونالډ ټرمپ نه يوازې هېڅ ډول مستقيمه ګټه نه ترلاسه کوله بلکې د عسکرو د مصرف هخوا يې بايد افغان حکومت ته هم هر کال ميليارډونو ډالره ورکړي وی، دا نو د ډونالډ ټرمپ لپاره يو لېونتوب ښکاریده.

ډونالډ ټرمپ د امريکا اقتصاد ته مستقيم پام کاوه هڅه یې دا وه چې دې هېواد ته د ګرمو روپیو جريان چټک کړي او بل هر هغه څه له مخې لرې کړي چې ددوی له جېب څخه نغدې روپۍ وړي.

د ډونالډ ټرمپ دې تګلارې په کابل کې ناست د امريکا مرستو ته لاس نیولي چارواکي سخت ناهيلي کړل، لکه څنګه چې نن د افغان حکومت دوهم شخص اعتراف وکړ چې ډونالډ ټرمپ په ټوله مانا دوی له پامه غورځولي و.

د چارو شننونکي د امرالله صالح د وروستیو څرګندونو په اړوند وايی چې نه بايد تر اخره د پردیو د مرستې او پام په تمه و، موږ پخپله هېواد لرو منابع لرو، نفوس لرو خلک لرو، بايد د افغانستان ملي هويت ته نور زيان ونه رسوو، فساد ته د پای ټکی کېږدو ددې هېواد عوايد په منظم ډول راټول، ذخیره او مصرف کړو او په دې ډول د یوه خپلواک په پښو ولاړ هېواد غوندې خپل موجودیت اعلان کړو.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.