The news is by your side.

دریو ولایتونو ته ۱۵ ټنه روغتیایي توکي واستول شول

خبریال وېب پاڼه/د عامې روغتیا وزیر فېروزالدین فېروز په خپله فېسبوک پاڼه دریو ولایتونو ته د ۱۵ ټنه درملېزو توکو د استولو خبر ورکوي.

نوموړی وایي چې په دغو ۱۵ ټنه روغتیایي بېلا بېل روغتیایي مواد موجود دي چې اووه ټنه یې بلخ، ۵ ټنه ننګرهار او دری ټنه نور یې سمنګان ولایت ته واستول شول.

دا په داسې حال کې ده چې ننګرهار کې تازه د کرونا د مثبتو پېښو د زیاتېدو شونتیا لیدل کېږي. تر دې وړاندې په دغه ولایت کې دوو کسانو د کرونا ویروس له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی ؤ. دوه ورڅخه بېرته ذغېدلي هم وو خو د دغه ولایت چارواکي په یاد شوي ګڼ نفوذه ولایت کې د خپلو احتیاطي تدابیرو د زیاتولو لپاره خپلې هڅې جاري ساتي.

په بلخ کې هم د کرونا له امله دری کسان مړه شوي او ۱۱ کسان پرې اخته شوي وو. سمنګانو کې هم ۸ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

په ورته وخت کې د عامې روغتیا وزارت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت په مرسته د کرونا ویروس په هکله معلوماتي اپلیکېشن هم فعال کړ. په دغه اپلیکیش کې به د کرونا په هکله ټول کره معلومات، لارښوونې او سپارښتنې وړاندې کېږي. د روغتا وزیر د معلوماتو او ټکنالوژۍ له وزارت له همکارۍ مننه وکړه.په یاد اپلیکیشن کې د کرونا آنلاین معاینات هم کېږي. ښاغلي فېروز پر هېوادوالو غږ وکړ چې خپل ځانونه په آنلاین توګه په کې معاینه کړي.

نوموړي همداراز وویل چې د کابل د دارلمان قصر په ګډون یې د په ښار کې ۲۲ د تشخیص مرکزونه فعال کړي دي چې په دې کې د کابل پولیتخنیک او او پوهنتون لیلیې هم شاملې دي. دا ځایونه د هغو کسانو لپاره په پام کې نیول شوې چې روغتیایي حالت یې د زیاتې اندېښنې وړ نه وي.

ښاغلي فیروزالدین فېرزو په هېواد کې د محافظتي کېتونو، N_95 ماسکونو او میکروب ضد ایتانولونو د تولید د یوې فابریکې د جوړولو خبر هم ورکړ او زیاته یې کړه چې په نړۍ کې د کرونا له امله دغې وسایلو بیې په کم سارې توګه لوړې شوې دي نو په وینا یې دوی هڅه کوي چې په خپل هېواد کې د پورتنیو موادو د جوړولو فابریکه ولري.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې دمه په ټول هېواد کې د کرونا ۴۸۴ مثبتې پېښې ثبت شوې دي چې له ډلې یې ۱۵ کسان مړه شوي او تر ۳۰ زیات کسان بېرته رغېدلي هم دي. په ټوله نړۍ کې بیا د کرونا مثبتې پېښې تر ۱۵ لکو اوښتې دي او د قربانیانو د جدول په سر کې لا هم ایټالیا ده چې تر ۱۷ زرو زیات کسان یې د دغې ناروغۍ له امله وژل شوي دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance