The news is by your side.

د کرونا مثبتې پېښې ۵۱۰ ته لوړې شوې

خبریال وېب پاڼه/د عامې روغتیا د وروستیو معلوماتو له مخې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په کچه ۲۶ نورې مثبتې پېښې هم ثبت شوې دي.

د دغې وزارت د معلوماتو له مخې په تازه ۲۶ مثبتو پېو کې ۱۶ یې په کابل، ۲ په لوګر، ۲ په کندهار، دوې په ډاکنډي، یوه په پروان او یوه بله پېښه په بامیانو کې ثبت شوې ده. چې دې سره په ټول هېواد کې د کرونا مثبتې پېښې ۵۱۰ ته لوړې شوې.

تر دې وړاندې د کرونا له امله د ۱۵ کسانو د مړینې خبر ورکړل شوی او تر ۳۱ زیات بېرته ورڅه رغېدلي هم دي.

هخوا په نړیواله کچه بیا د کرونا مثبتې پېښې تر یو نیم ملیون واوښتې او د دغې ویروس له امله شاوخوا ۹۱ زره کسان کسان وژل شوي دي. په دې کې تر ۶۰ زرو زیات یوازې په اروپایي هېوادونو کې وژل شوي او تر ۱۵ زرو زیات بیا په امریکا کې هم د دغې ناروغۍ ښکار شوي دي.

د کرونا د زیاتو اخته شویو په کتار کې امریکا او د وژل شویو په نوملړ کې بیا ایټالیا قرار لري چې په امریکا کې څه د پاسه ۴۳۲ زره کسان په کرونا اخته دي او ایتالیا ورپسې دی چې څه کم یو نیم لک کسان یې په دغه ویروس لړل شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان هم ټولو ته په خپلو سپارښتنو کې وایي چې دووی ټولو هېوادونو ته په بې پرې توګه د ټولو روغتیایي اړتیاوو په رسولو کې هېڅ سستي نه کوي او په ټوله نړۍ غږ کوي چې تر دې دمه د کرونا ویروس پر وړاندې کوم ځانګړی درمل نشته نو له خپلو ځانونو او کورنیو سره دې خپله احتیاط وکړي او په کورونو کې دې تم شي.

په ورته وخت کې د لندن د کنګز او د آسټرالیا د ملي پوهنتون د شمېرو له مخې ښایي د کرونا له امله په ټوله نړۍ کې تر نیم ملیارد پورې انسانان د بېوزلۍ او فقر په ډله کې راشي. دا وېرې وروسته له هغه را پیدا کېږي چې د نړۍ په ګڼ شمېر هوادونو کې خلک کرنتین شوی دي او د ټولو فعالیتونو پر وړاندې رخصت اعلان شوی دی. یو شمېر اروپایي هېوادونو بیا په خپلو احتیاطي تدابیرو کې په ټپه ولاړ حالت کې د آسانۍ راوستلو اقدامات هم پیل کړي دي.

د عامې روغتیا وزات تېره ورځ اعلان وکړ چې هېواد په بېړنۍ توګه یو ملیون کېتونو ته اړتیا لري. هخوا په ټوله نړۍ کې د کیتونو او نورو روغتیایي توکو بیې په بې سارې توګه لوړې شوې دي. د عامې روغتیا وزیر په هېواد کې د میکروب ضد درملو، ماسکونو او ځینو نورو روغتایي توکو د تولید د فابریکې جوړولو خبر هم ورکړی دی.

په کابل کې د مثبتو پېښو زیاتېدو عام خلک سخت اندېښمن کړي دي. پبه دغه ګڼ نفوذه ښار کې تر شپږ ملیونه زیات وګړي اوسېږي چې ډېری یې د فقر تر چتر لاندې ژوند کوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.