د زیتونو ۸ حيرانونکې ګټې
خبريال وېبپاڼه: زیتون یوه ډېره قدرتمنده او د ښه خوند لرونکې میوه ده. چې د انسان بدن ته ډېره ګټه لرې, او ډیری ګټې هم لرې چې دلته به پرې بحث وشي:
۱ـ د هډوکې پوکي
۲ـ د بیلابیلو سرطانونو مخنیوی کوي
۳ـ زیتون د مفصلونو د پرسوب او خرابیدو محنیوی کوي.
۴ـ د حساسیتونو مخنیوی
۵ـ د انسان په بدن کې وینې جریان په منظمه توګه ساتي.
۶ـ د زړه ناروغیو درملنه کوی.
۷ـ د وینې فشار کمولو کې مرسته کوي.
۸ـ د انسان د بدن معافیت لوړوي. او د دې سبب کېږی چې د میکروبونو پر وړاندی مقاومت ډېر شي.
او داسی نوری ګټې….
زیتون په لومړي ځل د شرقی مدیترانه خلکو لخوا وپېژندل شوی.چې وروسته یې نور خلک هم له بې شمېره ګټو څخه خبر شول.د نورو هیوادونو سره سره زیتون په عراق او ایران کې هم دېر ښه حاصل ورکوي.
د زیتون ګټې د روغتیا په برخه کې دېر ارزښت لرې.هغوی چې د زړه، شکر، وینې کرسترول،د رګونو بندښ په ناروغیو اخته دي نو د زیتون خوراک دې ډېر کړي.او دا کار په ډېر اسانۍ سره ممکن دی، ځکه مونږ کولای شو هم د سلاد په دول او هم په نور ډولونو کې وخورو.
د زیتون غوړی دېر ګټور دې. د زیتون کلمه په قرآن کریم کې هم څو ځایه ذکر شوې. او زمونږ خوږ رسول کریم(ص) فرمایلی: چې زیتون وخورئ، او د هغه غوړی پر ځان ووهې، چې د ۷۰ ناروغیو درمل په کي شتون لري.
د هغو ناروغیو لپاره چې د زیتون غوړي درمل ګڼل کېږي او یادونه يې په قران کریم کې شوې، یو له هغه څخه جذام یا پيس ناروغۍ ده.
د زیتون یادونه شپږ ځلۍ قران کې شوې,د زیتون په هکله په مومنون سوره کې داسې یادونه شوی ،چې هغه ونه چې غوړی لرې. بل ځای الله پاک په تین سوره کې په دې میوی قسم خوړلې چې فرمایلې( قسم په انجیر او زیتون).
زمونږ لپاره همدا یادونه بسنه کوي، چې د دې هر څه وروسته د زیتون په شان د درملیزې په ګټو نور پوه شو. په نړی کې د زیتونو دو زره (۲۰۰۰) ډوله پېژندل شوې ،چې یو سلو لس(۱۱۰) ډوله یې ایران کې کرل کېږی.
زیتون په خبل ځان کې ډېر قوې پتاسیم لرې، چې په بدن کې دېره انرژی تولیدوی. زیتون نقرس ناروغۍ ته هم ته ګټه لرې،چې د له منځه وړلو کې یې خورا مهم رول لوبوي. او په همدې ډول عصبي دردونو ته او روماتیسم ته ډېر ګټور دی. هر تور زیتون اووه کالری انرژی لری او شین پنځه کالری, چی تور زیتون دیره انرژی او کالرې لرې ، غوړې یې هم دیر وي.
د نورو پرتله کوم زیتون چې شین , تور,زیر,سوز او بنفش رنګونه لرې هغه زیتون چې د مېنځ دانه ونه لرې هغه قیمتی وې خو دي. د له پاره چې د هغه مېنځ خالې کوې نو د همدې له پاره هغه تر ډېر وخت پوری اوبه او مالګه او د ساتنې موادو کې ساتي. نو د همدې له پاره خپل اصلې خوند له لاسه ورکوې, نرم او لکه لرونی کېږی. نو دا به ښه وی چې زیتون له دانې سره وخوړل شې.
لیکنه: مریم صدیقي
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.