The news is by your side.

د غصب ضد هلمندی د والي په وړاندې شکنجه شو

خبريال وېبپاڼه؛ د هلمند ولايت څخه معتبرې سرچینې خبريال وېبپاڼې ته خبر ورکړ چې ددې ولايت د مقام په تالار کې په جوړه شوې غونډه کې د هلمند د والي عبدالنبي الهام سکرتر ښاغلی صفت الله ساروان په څپېړو وهلی او بې عزته کړی دی.

د سرچینې په وینا چې غونډه د نهرسراج مېنې د جوړلو په هکله جوړه شوې وه چې د معارف د شورا ګانو د مدير صفت الله ساروان له لوري د ځينې نيوکو وروسته په تاوتریخوالي بدله شوه او ددې ولايت د والي سکرتر د معارف د شوراګانو مدير صفت الله ساروان لومړی څو څپېړې وواهه او بيا يې امر وکړ چې نظارت خانې ته يوړل شي او بندي شي.

د هلمند د والي سکرتر د والي د سترګو په وړاندې په روانه غونډه کې د معارف د شوراګانو مدير وهلی او بيا بندي کړی دی، د هلمند د والي له لوري هېڅ ډول ممانعت نه دی شوی او والي هم ننداره کړې ده.

د صفت الله ساروان نيوکه

د معارف د شوراګانو مدير صفت الله ساروان په هغه نقشه باندې نیوکه وکړه چې تازه په دې غونډه کې وړاندې شوې وه او د پخوانۍ نقشې سره په توپیر په دې نقشه کې ښوونځي شتون نه درلود او د ښوونځي سيمه دغلته یوه نوم لرونکي کس نذير بارک ته ورکړل شوې وه په کوم کې چې اوس هغه دوکانونو جوړولو کار پیل کړی دی.

د سيمې څخه سرچینې خبريال وېبپاڼې ته وويل چې حاجي نذير بارک د ښوونځي ځمکه د حکومتي چارواکو په ملاتړ او خوښه غصب کړې ده او اوس پکې د ښوونځي جوړولو خبره له منځه غورځول شوې او هغه پکې شخصي کاروبار پيل کړی دی.

تراوسه په دې هکله هم دقیق مالومات نشته چې د معارف د شوراګانو ريس د هلمند والي خوشي کړی دی او که نه اوس یې هم هغه پخپل زندان کې ساتلی دی، د خبريال وېبپاڼې همکار هڅه وکړه چې مخامخ د صفت الله ساروان سره د اړيکې موقع ترلاسه کړي خو بريالی نشو.

د سيمې څخه سرچینه خبريال ته وايي چې همدا اوس هم د ښوونځي لپاره په ټاکل شوې سيمه کې د حاجي نذير بارک کسان لګيا دي او د دوکانونو جوړولو چارې په مخ وړي او هېڅ ډول مداخله پکې د حکومتي چارواکو له لوري نه کېږي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.