The news is by your side.

اوونۍ کې ۲ ساعته طبيعت سره تير کړئ! خو ولې؟

خبريال وېبپاڼه: په دې وروستيو کلنو کې د طبيعت څيړنيزو مرکزونو د طبيعت په اړه ډيري څيړني ترسره کړي دي چې طبيعت د انسان د روح، تازه ګۍ، احساس، حالت او روغتيا لپاره ګټور دی؟ طبيعت هم د انسان د جسمي او هم د ذهني روغتيا لپاره ډير مؤثر دی.

د بريټانيا اګزټر پوهنتون څيړونکو يو داسي څيړنه د طبيعت د ګټو لپاره ترسره کړي ده چې بايد انسان په ورځ، اوونۍ او يا هم مياشت کې څو ساعته په طبيعت کې تير کړي چې د طبيعت په اړه د اګزټر پوهنتون دا څيړنه په نړۍ کې د ډيرو خلکو د تائيد وړ ګرځيدلي ده څيړنه کې راغلي چې په اوونۍ کې لږ تر لږه ۱۲۰ دقيقي چې دوه ساعته کيږي بايد د طبيعت په ازاده فضا کې يې انسان تير کړي.

په دې ليکنه کې به د طبيعت سره د دوه ساعتونو تيرولو په ګټو وپوهيږئ چې دا ۱۲۰ دقيقي په اوونۍ د طبيعت سره تيرول د انسان په حالت، احساس، تازه ګۍ، روغتيا​، باندې کومې ګټي ولري؟

د اګزټر پوهنتون څيړونو د خپلو څيړنو لپاره د بريټانيا ۲۰ زره اوسېدونکي وټاکل ترڅو يوې نتيجي ته ورسيږي د پوهنتون څيړونکو په طبيعت کې د ګرځيدو او وخت تيرولو تاثيرات د ۲۰ زره خلکو په جسمې او ذهنې روغتيا لپاره وڅيړل وروسته يوې داسي نتيجي ته ورسيدل چې هغه خلکو چې په اوونۍ د طبيعت سره ۱۱۹ دقيقي تيري کړي وي په ذهنې او جسمې روغتيا باندې يې کوم خاص تاثير نه وه کړی خو هغه خلکو چې طبيعت سره ۱۲۰ دقيقي يعني پوره دوه ساعته تير کړي وه په روغتيا يې د هغو په نسبت چې ۱۱۹ دقيقي يې له طبيعت سره تيري کړي وي ډير تاثير غورځولی وه.

اوس پوښتنه دلته پيدا کيږي چې په اوونۍ کې دا دوه ساعته له طبيعت سره څنګه تير کړئ ترڅو د روغتيا لپاره مو ګټه وکړي؟

دا لازمه نه ده چې تاسو دا ۲ ساعته په يو وخت کې له طبيعت سره تير کړئ بلکې د اوونۍ په څو ورځو کې له طبيعت سره پاتې شئ دا يوه منل شوي خبر ده چې دا دوه ساعته ستاسو په ذهنې او جسمې روغتيا باندې لويه اغيز لري په ځانګړي توګه هغه خلک چې ټوله اوونۍ کار کوي او يا هم ډير فکرونه او سوچونه کوي.

په اوونۍ کې کوښښ وکړئ چې دوه ساعته په طبيعي ځايونو لکه شني دښتي، ځنګلونه، شنه چمنونه، په اونو او بوټو پوښل شوي غرونو او پارکونو کې تير کړئ ځکه چې طبيعت يوه داسي طبيعي پديده ده چې د انسان روح تازه ساتي، ذهن يي اراموي، روغتيا ور په برخه کوي او طبيعت تاسو سره په خپله ژبه خبري کوي چې همدا ستاسو د ذهنې او جسمې روغتيا لپاره ډيري ګټي لري.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.