The news is by your side.

نوي زيلاند د افغانستان په هکله مهمه پرېکړه وکړه

خبريال وېبپاڼه؛ د نيوزيلنډ صدراعظمه وايي چې په افغانستان کې د سولې پروسه سمه ده روانه ده او ددوي پوځيانو ته اړتیا نشته نو په دې سبب به خپل ټول پوځيان د مې په مياشت کې له افغانستان څخه وباسي.

د نيوزيلنډ صدراعظمه په داسې وخت کې د افغانستان د سولې د پروسې د سم روان والي خبرې کوي چې همدا اوس د افغانستان د سولې خبرې په ټپه درېدلې دي او طالبان د مذاکرې مېز پرېښی دی.

د ۲۰۰۱ م کال را په دې خوا په افغانستان کې ۳۵۰۰ نیوزلینډي پوځیانو په افغانستان کې عسکري دنده ترسره کړې ده.

د نيوزيلنډ صدراعظمې جسيندا وويل چې په افغانستان کې د شل کلن حضور او موجودیت وروسته اوس ددې وخت رارسېدلی دی چې نيوزيلنډي پوځیان په دې هېواد کې خپل ماموريت پای ته ورسوي.

دې زياته کړه چې په افغانستان کې د نیوزلینډ پوځي ماموریت او شتون تراوسه په تاريخ کې ترټولو اوږد ماموریت و، جسيندا د خپلې وینا په ترڅ کې د خپلو پوځيانو څخه مننه وکړه او ویې ويل چې په افغانستان کې زموږ د پوځيانو هڅه دا وه چې جګړه په سوله بدله کړي او په دې لاره کې مو د خپل هېواد لس سرتېري هم له لاسه ورکړل.

که څه هم د نيوزيلنډ صدراعظمې وويل چې د افغانستان څخه د خپلو پوځیانو د اېستلو پریکړه یې د خپلو متحدینو سره شريکه کړې ده خو د ناټو عمومي مشر پرون وويل چې د ناټو هېوادونه به تر هغه په افغانستان کې موجود وي ترڅو د سولې فضا رامنځته شي او په افغانستان جګړیز شرايط بدلون وکړي.

په داسې حال کې چې طالبانو د افغان حکومت سره خبرې اترې پرېښې دي د ناټو ځینې هېوادونه په دې ټينګار کوي چې په افغانستان کې به تر هغه پاتې کېږي ترڅو چې د سولې خبرې بريا ته ورسېږي او يا هم دې بريا ته لاره لنډه او يقينیي شي.

خو ددې ډول هېوادونو ترڅنګ بيا د ناټو ځینې هېوادونه په افغانستان کې نور خپل پوځي حضور او شتون اړين نه بولي او غواړي له افغانستان څخه خپل پوځيان د مې په مياشت کې وباسي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.