The news is by your side.

په خوب کولو سره یې ۱۶ زره ډالر وګټل، خو څه ډول؟

خبريال وېبپاڼه؛ د ژوندۍ بڼې په مشهور پلټ فورم ټويچ کې پرون يو تاریخي خپرونه وشوه، په دې خپرونه کې د اېشين باډي په نامه یوه کس څو ساعته خوب سره د ۱۶ زرو ډالرو څښتن شو.

په ټويچ کې ډېر وخت يا انلاين ګېم کوونکي او يا هم نورې مشهورې نجونې په ژوندۍ بڼه راځي او بيا د خبرو لپاره يو کس وراخلي، خو ددې لپاره چې يو کس ژوندۍ خپرونې ته ورواخلي لومړی بايد دا کس یو مقدار پيسې ورکړي.

پرون د يوه کس سره همداسې بخت یاري وکړه، کله چې دا کس په ژوندۍ بڼه راغی نو د ټويچ هغه ځانګړنه يې فعاله کړه چې وروسته له هغه ليدونکي له لوري وراستول شوی مسج په غږيز ډول خپروي.

خو ددې پیغام د خپرولو لپاره ليدونکی مجبوره دی څو روپۍ تحويل کړي، هر لیدونکی د خپل ماسټر کارډ يا پرپېډ کارډ او يا هم پېپال له لوري کولی شي پيسې ورکړي.

تېره شپه د اېشين باډي په نامه کس خپل ليدونکو ته وويل چې دی به ويده کېږي او ليدونکي کولي شي دده ټول خوب په ژوندۍ بڼه وګوري.

د ټېک ټايمز د خبر په بنسټ په لاس انجلس کې اوسېدونکي دې کس د خپلې خپرونې په پای کې ۱۶ زره امريکايي ډالر ګټلي و، دی چې ۲۶ کاله عمر لري د ټويچ په تاریخي کې د خوب له لارې ددومره زیاتو پيسو ګټونکی لومړی کس ګڼل کېږي.

ده ته په زرګونو خلک مسج کاوه او دا مسج به په غږيزه بڼه اوښته، ددې لپاره به دوی هر يوه يو مقدار روپئ ورکولې.

په اصل کې د لیدونکو هڅه دا وه چې دا کس ويده نشي او را ويښ يې کړي او يا یې هم په عذاب کړي خو د ټولو هڅو او مزاحمتونو سره سره بيا هم دا کس په خوب کولو بريالی شو او ددوی ټولې هڅې ناکامې شوې چې دی راويښ کړي.

په ټويچ کې په دې ډول يانې د خوب څخه د راپاڅولو د چېلنج له لارې نورو کسانو هم روپۍ ګټلې دي خو په دومره کچه روپۍ تراوسه کوم کس نه وې ګټلې.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.