The news is by your side.

مهمه نړیواله غونډه؛ د محب غوښتنه به ومنل شي؟

خبريال وېبپاڼه؛ د ټایمز د ورځپاڼې له قوله چې افغان حکومت د خپل چارواکو په واسطه د امريکا او د ناټو د نورو هېوادونو څخه غوښتي دي چې سبا دې د افغانستان په هکله د جوړېدونکي کنفرانس په ترڅ کې په افغانستان کې خپل ماموریت د دوه کلونو لپاره اوږد کړي.

د افغان حکومت له لوري حمدالله محب ټايمز ورځپاڼې ته ويلي دي چې ددوی ترټولو لويه ستونزه اوس دا نه ده چې له افغانستان څخه بهرني پوځيان وزي او دوی د پوځیانو تشه‌ نشي ډکولی، بلکې ددوی ترټولو لويه ستونزه د مالي ملاتړ کمېدل دي.

 

د محب له خبرو په تفسير داسې شننې کېږي چې ګواکي دی هم متوجه دی چې بهرني ځواکونه وزي نو د افغانستان سره روانې مالي مرستې به هم ودرېږي او دا به د حکومت لپاره دا ګرانه کري چې د خپلو پوځيانو او مامورينو معاشونه ادا کړي.

دوه کاله پاتې شئ!

افغان حکومت د ناټو او امریکا څخه غوښتي دي چې دوه کاله نور دې هم په افغانستان کې خپل پوځيان وساتي، په دې هکله حمدالله محب ټايمز ورځپاڼې ته وويل چې دوه کاله وروسته به دوی پخپلو پښو ولاړ وي‌‌ او وبه کولای شي چې خپلې اړتیاوې پخپله پوره کړي.

سبا به د ناټو د ددفاع وزيران پخپلو کې غونډه ترسره کوي په دې غونډه کې به د امريکا جمهور رئيس جوبايډن هم ګډون کوي، دا غونډه د افغانستان لپاره نهايتا مهمه ده، ځکه په دې غونډه کې به د امریکا او طالبانو د توافقنامې د افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو او د افغان حکومت د ملاتړ اړوند مهمې پریکړې وشي.

افغان حکومت وړاندې له دې‌ غونډې څخه د ګډون کوونکو هېوادونو څخه غوښتي دي کې ددوه کلونو لپاره دې نور هم خپل پوځيان په افغانستان کې تم کړي.

د طالبانو ليک!

ددې ترڅنګ يوه ورځ مخکې طالبانو هم په امريکايي ولس غږ وکړ، دوی په يوه ليک کې د امریکا ولس مخاطب کړ او له هغوی څخه يې وغوښتل چې ددوی سره د شوي تړون وفاداري وکړي او افغانستان څخه خپل پوځيان وباسي.

دا مالومه نده چې ناټو به د طالبانو غږ ته لبيک وايي که د حکومت، خو په ټوله مانا به دا ځل ناټو او امریکا يو طرفه پرېکړه ونکړي، اټکل دادی چې ددې غونډې پرېکړه به نه طالبان زيات خفه کړي او نه به حکومت زيات خوشحاله.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.