The news is by your side.

د جګړې چمتوالی، دا ځل کومه خوا په خطر کې ده؟

خبریال ویبپاڼه/ یو شمېر راپورونه وايي چې د پسرلي موسم په راتګ سره طالبان او دولت دواړه د یوه نوي جګړه ییز فصل لپاره چمتوالی نیسي خو کومه خوا په خطر کې ده

یو شمېر سرچینو ویلي چې افغان دولت او وسلوال طالبان د یوې نوې جګړې په تکل کې دي او د پسرلي لپاره د سختو جګړو، چمتوالی نیسي چې د سولې لپاره لوی زیان هم ګڼل کیدلای سي.

سکاټ میلر ویلي چې په ژمي موسم کې د طالبانو بریدونه خورا زیات او د اندېښنې وړ دي هغه ویلي چې ښايي په پسرلي کې دا بریدونه نور هم زیات سي او لويي جګړې به رامنځ ته سي.

بل پلو ویل کیږي چې افغان ځواکونو هم د جګړو لپاره پوره چمتوالی نیولی د رویټرز اژانس د راپور له مخې چې افغان پوځ د خپل چمتوالي په حال کې یو شمېر تبدیلۍ رامنځ ته کړې او په کارپو کستان يې په  لوړو دندو ګمارلي دي.

که څه د طالبانو له لوري د جګړې او عملیاتو کولو په هکله څه نه دي ویل سوي خو افغان دولت او نړیواله ټولنه په دې اند ده چې جګړه تر پخوا شدیده سوې او طالبانو یوازي د جګړې بڼه بدله کړې، خو طالبانو بیا ویلي چې له امریکا سره د تر سوې هوکړې ته ژمن دي.

د طالبانو او امریکا د هوکړي له مخې به له افغانستانه د بهرنیو سرتیرو وتل په مي میاشت کې ترسره کیږي خو امریکا لا له وړاندې اعلان وکړ، چې په مي میاشت کې خپل سرتیري نه باسي او ښايي چې ناټو هم خپل سرتیري پر دې نېټه له افغانستانه ونه باسي.

جګړه به ترسره سي؟

جګړه هرڅه له منځه وړي او داسې فکر کیږي چې د پسرلي په راتګ سره که د سولې لپاره هڅه ونه سي نو ښايي د اوس روانه نا امني نوره هم زیاته او خلک له ستونزو سره مخ سي، د جګړې لپاره طالبانو او دولت پوره چمتوالی نیولی، تراوسه پوري  د افغان سولې بین لافغاني خبرو په برخه کې  کوم پرمختګ نه دی رامنځ ته سوی او که چیري دواړه لوري د سولې تفاهم ته و نه رسیږي نو دواړه لورو ته یوازنی بدیل جګړه ده

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.