هغه هېواد چې نړۍ کې ترټولو زیاتې لوړې ودانۍ لري

خبريال وېبپاڼه: د نړۍ په پرمختللو هيوادونو او ښارونو کې د لويو ودانيو جوړول يو سيالۍ ګرځيدلي ده دغه ودانۍ د سوداګرۍ او اوسيدو پرته د نړۍ د سياحانو په سترګو هم ځانګړې اغيز لري چې هرکال د نړۍ پرمختللي هيوادونه هم د همدې لاري ميليونونه ډالر عايد ترلاسه کوي.

په وروستيو لسو کلونو کې د لوړو ودانيو جوړول د نړۍ په پرمختللو هيوادونو کې رواج ګرځيدلی دی چې د هيوادونو د صنعت په پرمختګ کې هم ځانګړی رول لري.

په دې ليکنه کې به د نړۍ ترټولو ډيري لويې ودانۍ چې په کوم هيواد کې شتون لري او هغه ودانۍ سره اشنا شئ چې د نړۍ د بام په نوم شهرت لري.

د نړۍ ترټولو ډيري لويې ودانۍ په چين کې شتون لري چې د نړۍ د لوې اقتصاد څخه برخمن دی.

۱:د شنګهای نړيوال سوداګريز مرکز (چين)، د شنګهای نړيوال مالې مرکز د چين د شنګهای ښار په پودنګ سيمه کې شتون لري چې په ۲۰۰۸ز کال کې يې رغنيزي چاري بشپړي شوي دا نړيوال مرکز ۱۰۱ منزلونه او ۴۹۲ متره لوړوالی لري په دې نړيوال مرکز هوټلونه، د کنفرانسونو خوني، دفترونه ورزشي ځايونه شتون لري.

۲: چينا زون (چين)، ددې لويې ودانۍ رغنيزي چاري په ۲۰۱۸ز کال کې پای ته ورسيدي چې ۵۱۵ متر لوړوالی لري او د نړۍ اتم لوړه ودانۍ ده او د چين په پکن سوداګريز ښار کې شتون لري.

۳: د تيانجين سوداګريز مرکز (چين)، دا لويه ودانۍ هم په چين کې شتون لري رغنيزي چاري يې په ۲۰۱۳ز کې پيل او په ۲۰۱۸ز کې پای ته ورسيدي ۵۳۰ متر لوړوالی او ۹۷ منزلونه لري.

۴: د ګوانګو سوداګريز مرکز (چين)​، د چين دا هسکه ودانۍ د چين په جنوب کې شتون لري ددې ودانۍ رغنيزي چاري په ۲۰۱۶ز کال کې پای ته ورسيدي دا هسکه ودانۍ هم ۵۳۰ متر لوړوالی لري.

۵: د پينګ-ان نړيوال سوداګريز مرکز، دا لويه ودانۍ هم په چين کې شتون لري ۵۵۵،۱ متر لوړوالی لري د نړۍ څلورمه لويه ودانۍ شميرل کيږي ۱۱۵ منزلونه لري چې د هوټلونو، دفترونو، ورزشي ځايونو، سوداګريزو مرکزونو لرونکی دی.

۶: د نړۍ بام (برج خليفه)، برج خليفه د متحده عربي اماراتو کې شتون لري د نړۍ ترټولو لوړه ودانۍ ده ځکه خو د نړۍ د بام په نوم شهرت لري ددې لوړې ودانۍ رغنيزي چاري په ۲۰۱۰ز کال کې پای ته ورسيدي برج خليفه د نړيوالو سياحانو يوازينی موخه ده چې عربي اماراتو ته د سياحت لپاره ځي برج خليفه څه باندي ۱۶۰ منزلونه لري.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. AcceptRead More