جانسن: وايي چې د امریکا ولسمشر کیږي به
خبریال ویبپاڼه/ که څه هم تاسو پوهیږئ چې فلمي او ورزشي لوبغاړي ډیر له سیاست سره کار نلري او ډیري ځان ترې لیري حسابي خو د هالیوډ مشهوره لوبغاړی ډوین جانسن یا راک ویلي چې د امریکا د ولسمشر کیدلو خوب يې لا نه دی هیر کړی هغه وروسته له هغه دا فکر وکړ چې د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې ډونالډ ټرمپ بریالی سو.
هغه اوس څه وايي؟
ډوین جانسن ، چې د “راک” په نوم هم مشهوره دی او د هالیوډ سېنما مشهوره لوبغاړی دی لاهم، وایي چې ه د ولسمشر کیدو پلان او خوبونه ویني جانسن راک چې یو فلمي لوبغاړی او د ریسلینګ غېږ نیونې لوبې لوبغاړی هم دی په یوه تازه مرکه کې چې د ځوان راک په نوم د یوه سریال لپاره يې کوله وویل چې د خپل ولسمشر کیدلو خوب او پلان يې خورا جدي نیولی، جانسن په خپله یوه مرکه چې په ۲۰۱۹ زیږدیز کال کې يې ترسره کړې وه ویلي وه: چې د اوسنۍ مرستیال ولسمشر کامله هاریس مرکه يې ولیدله او په خپل ځان کې يې زیات کمبودات احساس کړل او فیصله يې وکړه چې اوس يې سیاست ته د ورتګ وخت نه دی.
خو اوس ۲۰۲۱ کال دی هغه وايي چې په پام کې لري ترڅو د امریکا جمهوري ریاست لپاره یو اقدام وکړي خو هغه وايي د ده دا اقدام په خلکو پوري اړه چې له ده څخه وغواړي تر څو ځان نوماند او یاهم سیاست ته را وباسي.
دغه امریکايي فلمي لوبغاړی وايي کچیري خلک دا وغواړي چې زه ځان د امریکا جمهوري ریاست ته نوماند کړم نو له مسخرې پرته دا خبره جدي نیسم او د خلکو غوښتنو او خبرو ته غوږ نیسم.
د هالیوډ دې لوبغاړي په ۲۰۱۶ کال کې اعلان کړی وو چې د امریکا تیرو جمهوري ریاست ټاکنو کې چې په ۲۰۲۰ کال کې ترسره سوې ګډون کوم ځکه کله چې ډونالډ په ټاکنو کې بریالی سو هغه وویل هرڅه امکان لري چې په ټاکنو کې ترسره سي او لا يې زیات زړه ښه کړ.
دغه ۴۸ کلن فلمي لوبغاړی ډیر وخت له سیاست څخه نه ږغیږي اما د امریکا په وروستیو ټاکنو کې يې د ټرمپ پر ځای جو بایډن وټاکه او د هغه ملاتړ يې اعلان کړ.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.