ناټو: تر څو چې سوله ونه شي له افغانستان څخه نه وځو
خبريال ويبپاڼه/ د ناټو د دفاع وزیرانو د دوه ورځنۍ ناستې په پای کې ، د اتحادیې مشر ، ین ستولتنبرګ وویل چې هغه به د وضعیت په اساس له افغانستان څخه عسکر وباسي ، مګر اوس یې تمرکز یوازې د سولې په بهير دی.
سټولټنبرګ د چهارشنبه په ورځ په یوه انلاین خبري کنفرانس کې خبریالانو ته وویل: “په افغانستان کې د ناټو ځواکونو شتون په وضعیت پورې اړه لري.
سټولټنبرګ “د خبريالانو په ځواب کې وويل چې لومړی کار چې ناټو به یې کوي د سولې پروسې او د دوحه د تړون بشپړ پلي کیدو ملاتړ کوي. موږ به یوازې هغه وخت (افغانستان) پریږدو چې حالات او وخت مناسب او سم وي.”
سټولټنبرګ دغه څرګندونې په داسې وخت کې وکړې چې د ناټو غړي هیواد نیوزیلنډ نن اعلان وکړ چې په راتلونکي می کې به له افغانستان څخه خپل سرتیري وباسي.
طالبانو هم د نیوزیلینډ د دې پریکړې هرکلی وکړ او له ټولو بهرنیو سرتیرو یې وغوښتل چې د دوحې له موافقې سره سم پر وخت له افغانستانه ووځي. د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه بیان کې ویلي: “د نوي زیلاند لخوا دا پریکړه د سولې په لور یو مثبت ګام دی او د دوحه د ژمنو عملي کولو لپاره یو ښه ګام دی.”
بايد وويل شي چې ناټو او امريکايې ځواکونه یوشت کاله مخکي په 2001 لومړي کال کې د طالبانو د واکمنۍ له ړنګيدو ورسته افغانستان ته راغلل او دا دی څه باندي شل کاله کاله کيږي په افغانستان کې ميشت دي.
د ناټو عمومي مشر په پرونۍ ورستۍ غونډه کې وويل چې ناټو يو ځای افغانستان ته راغلي او يو ځای به له افغانستان څخه ځي .
د ناتو د دفاع وزیرانو تر غونډې دمخه د آلمان د دفاع وزیر انګرید کریمپ کارنبیر خبرداری ورکړ چې په قطر کې د سولې خبرې په ټپه ولاړي دي نو ځکه بايد او د ناتو ځواکونه له افغانستان څخه تر هغو ونه وځي چې هلته امن او سوله نه وي راغلي.
هيره دي نه وي چې په دې ورستيو کې په کابل او ګڼو ولايتونو کې حالات بيخي ترينګلي شوي او هره ورځ په سل ګونو افغانان د جګړو او چادونو له لاسه خپل ژوند له لاسه ورکوي.
او بل پلو بيا په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولي خبرشی په ټپه ولاړي دي دي.
داسي ګنګوسي دي چې دواړه لوري يو نوي جنګ ته اماده ګي نسي
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.