The news is by your side.

ولې جرمني کې پوليسو چاپې وهل پيل کړي؟

خبريال وېبپاڼه: د اروپا شتمن هيواد جرمني پلازمينه
برلين کې جرمني پوليسو د جنايي ډلو پرضد چاپې شروع کړي.

د جرمني په پلازمينه برلين کې د جرمني پوليسو د بيړنۍ څانګې او ځانګړو قطعاتو ي شمير ځواکونو نن پنجشنبه د ۲۰۲۱ د فبروی په اتلسمه نيټه سهار مهال دا عمليات پيل کړي.

د برلين پوليس وايې، دا عمليات يې په دغه هيواد د عربانو او چينايي وګړو ترمنځ د هغه شخړي د پلټنو په موخه پيل کړي چې په ۲۰ ز کال کې د برلين په ښار او شاوخوا سيمو کې رامنځته شوي وه.

د جرمني پوليس وايې دا عمليات د هغه پلټنو برخه هم ده چې د برلين لويې څارنوالۍ او د مالياتو دفتر د وسله والو او مخدره موادو پرضد ترسره کړي دي پلټني ښيې چې په جرمني کې په پټه وسله وال او د مخدره توکو مافيايي کړۍ فعاليت کوي.

همداراز په برلين کې د شپيګل مجله خبر ورکوي دوه تنه چې د يوې جنايې ډلې پوري تړاو لري نيول شوي چې ډلي يې لسګونه غړي لري.

جرمني په اروپا کې يو له غښتلو او شتمنو هيوادونو شميرل کيږي چې د نړۍ د بيلابيلو هيوادونو وګړي پکې ژوند کوي او هم جرمني په اروپايي ټولنه کې د پوره واک او ځواک څخه برخمن دی د جرمني زياتره نفوس بهرني اتباع جوړوي ځکه چې جرمني د نړۍ په تيره بيا جنګ ځپلو او وروسته پاتې هيوادونو وګړو ته هرکال په زياته اندازه پناه ورکوي.

جرمني د ناټو يو له مهمو غړو څخه دی خو په دې وروستيو کلونو کې جرمني ته د زياتو پناه غوښتوونکو ورتګ اوس ددغه امنيت ته يو ډول ګواښ ګرځيدلی.

ځيني راپورونه ښيې چې د جرمني پوليس د هغه چينايي او عربي وګړو په لټه کې دي چې هلته د ترهګريزو او غيري قانوني کړنو سره غواړي چې د جرمني امنيت ته ګواښ پيداکړي ځکه خو جرمني ځواکونو له مخکې لاس پکار شوي او په دغه هيواد کې يې د وسله والو کړنو او مخدره توکو د جنايي ډلو د نيولو او ځپلو لپاره هڅي رواني دي.

جرمني په اروپا کې له هر اړخ غښتلی هيواد دی او جرمني نه غواړي ترڅو هيواد يې کړکيجن حالت ته ولاړ شي نو ځکه د هرې ستونزي د کنټرول لپاره مخکې د مخکې لاس په کار کيږي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance