څنګه يو بزګر له خپلو وزو سره په ويډيو کال ميليونر شو
خبريال ويبپاڼه /په لندن کې يوه بزګر له خپلو وزو سره د ويډيو کال له لاري په يوه کال کې شپيته زره پونډه وګټل چې څه باندي 50 ميليونه افغانۍ کيږي.
دغه کروندګر ، ډاټ مکارتي ، تیر کال په يوې ټوکې سره دا خدمت پیل کړ ، کروندګر ، ډاټ مکارتي اعلان یې وکړ چې که څوک غواړي په ویډیو تلیفون کې د هغه له شپږ وزو سره خبري وکړې او کولای شي د هغه وزې په فلم کې وګوري ، نو هغه ته به د پنځه دقیقو ویډیي تلیفون په بدل 5 پونډه کې ورکوي.
د کرونا ناروغۍ له امله په سخت لاک ډاون کې چې خلک بند شوي وو ، نو خلک له همدې څخه سخت ستړي شووو خلکو همدا له وزو سره ټوکې او تليفون کول ښه فرست وباله نو ځکه ډيريو خلکو ته يو کار او ښه بوختيا شوه.
او بله دا چې ډيريو ځوانانو به په ټوليز ډول د ساتيرۍ لپاره د همدې بزګر وزو ته زنګونه وهل ټوکي ټکالي او مسخري به يې ورسره کولي.
په څو ورځو کې ، د وزو سره ویډیو کال زنګونه دومره مشهور شول چې د کروندګر ټولو کارمندانو هر يوه جلا :، جلا سمارټ فونونه واخيستل تر څو د “کاروونکو” او مشريانو سره د وزو ویډیو کال تلیفونونو وصل کړي حتی دا چې ډيريو مشريانو خو به مقابله سره کوله او د دوی په اړه یې ورته ویل.
نه یوازې دا ، مګر ځینو خلکو غوښتل چې وزې د کنفرانس په ویډیو کال زوم کې وګوري ، چې د خبرو په جریان کې دوی د وزو په لیدلو سربیره د یو بل په اړه هم خبرې کولې. دا د “ځانګړي کنفرانس کال” ډیر
زيات مشهور شو چې د انټرنيټ زوم له لاري په ډليز ډول خبري اتري او د وزو په کنفرانس ترسره کيده.
مک کارتي وايي چې هغه په خپله ویب پاڼه کې یوه بڼه هم لري چې کاروونکو ته اجازه ورکوي چې د خپل فارم هره بکسه د ملګرو یا خپلوانو سره د کنفرانس په بلاک کې اضافه کړي ، د مک مکارتي په وينا د اوږدو زنګونه څخه د نا امیدۍ د له مینځه وړلو لپاره هم کار پيل شوی دی.
مک مکارتي وايې چې له دې وروسته به تر ډيره مشتري په لين کې نه پاتي کيږي بکلي ډير ژر به د تليفون او ويډيو کال چانس ورځي.
د دې خدمت ډیری کارونکي په کنفرانس کې وزې د خپلو ماشومانو سره ګوري او همدارنګه د خپلو ماشومانو سره یو ځای له وزو سره ټوکې کوي.
ایا د لاک ډاون او کرنتين له پای ته رسیدو وروسته به په انګلستان کې د وزو سره ویډیو کال زنګونه همداسي مشهور وي کنه ؟ د دې پوښتنې په ځواب پوهیدو لپاره ، موږ باید هغه وخت ته انتظار وباسو کله چې لاک ډاون بندیز پای ته ورسیږي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.