The news is by your side.

فېسبوک په هغه هېواد کې ټولې صفحې وتړلې

فېسبوک په هغه هېواد کې ټولې صفحې وتړلې

خبريال ویبپاڼه؛ فېسبوک د اسټراليا د حکومت د ټولنیزو رسنیو د نوي قانون په غبرګون کې په دې هېواد کې په فیسبوک کې د خبري مطالبو خپرول ودرول.

له دې څخه وروسته به اسټراليايان ځايي او نړيوال خبرونه نشي خپرولی، فېسبوک د استرالیا د حکومت د مېډيا او ټولنيزو رسنيو د نوي قانون په غبرګون کې د فېسبوک د خبر خپرولو اپشن بند کړ.

د اسټراليا د حکومت د مېډيا د نوي قانون په بنسټ فېسبوک او ګوګل غوندې لوی شرکتونه باید د اسټراليايي خبري سرچینو د خپرولو په بدل کې بايد دې سرچینو ته پیسې ورکړي.

د فېسبوک د شرکت له لوري د اسټراليا دا قانون ناسم وبلل شو او په دې هکله یې خپل غبرګون اعلان کړ، د فېسبوک له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي دي چې په دې قانون کې د موادو د خپرونکو او انټرنټي پلټ فورمونو ترمنځ اړيکې ناسمې درک شوې دي، فېسبوک ويلي چې همدې ناسم برداشت او پرېکړې دوی يو سخت تصميم ته مجبور کړل.

د فېسبوک د خبرپاڼې په دوام کې راغلي چې دې کار دوی مجبور کړل چې په آسټراليا کې د خبري مطالبو خپرول په ټوله کې بند کړي.

فېسبوک پخپله خبرپاڼه کې ويلي دي چې اسټراليايي خبري سرچینې په فېسبوک کې د خپلو موادو د خپرولو څخه پخپله ښه عوايد لري، د فېسبوک له دې پرېکړې وروسته د اسټراليا د حکومت ځینې فېسبوک پاڼې بندې شوې په دې کې د د پوليسو او اطفايې صفحې هم راځي.

له دې څخه وړاندې د ګوګل او اسټراليا د حکومت ترمنځ ورته یو جنجال رامنځته شوی، ګوګل هم د اسټراليا حکومت ته ګواښ کړی و چې د نوي قانون د تصویب په صورت کې به په آسټراليا کې د پلټنې صفحه بنده کړي، ويل کېږي د اسټراليا حکومت او ګوګل په يوه داسې طرحه د سلا کېدو په حال کې دي.

 

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.