نوي کال کې د افغانستان لپاره دوه لوی خطرونه

خبریال ویبپاڼه/ ژمی په تیریدلو دی او لاهم د باران څرک نسته، او کیدلای سي چې دا کال له جګړې سره  ملګری وچ تیر سي او خلک يې هم خورا په اندېښنه کې اچولي

د افغانستان د طبعي پیښو پر وړاندې د مبارزې اداره ویلي چې د وچ کالي پر وړاندې مبارزې ت چمتو دي ځکه کیدلای سي چې راتلوونکی کال افغانستان وچ کالي وځپي.

د دې وزرات وزیر غلام بهاوالدین جیلاني وايي راتلوونکی کال دا ګواښ ډیر دی چې وچ کالي به وي او دا د یوه لوی ګواښ په څېر پیژندل سوې.

د دې وزارت په وینا چې وچ کالي ته لا له وړاندې چمتوالی لري او سره له اوسه هغه سیمې په نښه کوي  چې وچکالي  ځپلې وې او ورته خپلې مرستې وروي هغوی خبر ورکړ چې د هېواد شمال او سویل ختیځې سیمې به د وچکالۍ له امله سختې وځپل سي.

د باران اوریدلو لپاره د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې خلکو د استثقا لمنځونه وکړه ترڅو بارانونه وسي خو تراوسه لاهم د وچکالۍ د خطر زنګ وهل کیږي.

افغانانو ته دوه خطرونه

په افغانستان کې اتیا سلنه وګړي خپل کورني عاید له کروندو څخه پوره کوي خو  که چیري وچکالي وي نو بیا لیري نه ده چې په دې هېواد کې به فقر او غوربت نور هم زور وکړي له دې سره ترخو افغانان له یوه بل لوی ګواښ جګړې سره مخ دي او داسې پتیل کیږي چې راتلوونکی پسرلی به د خونړیو جګړو شاهد وي چې  سره له اوسه ورته جګړه ییزو ډلو چمتوالی  نیولی.

عامو افغانانو هیله ده درلوده چې راتلوونکی پسرلی به د یوه سوله ییز  ژوند په پیل سره له خپلو کروندو ښه حاصلات واخلي سوله به سوې وي او هرڅه به یې امن وي خو داسې ونه سول نه د سولې تړون وسو او نه هم له اسمانه د دوی کروندو ته اوبه توی سوې کچیري جګړه او وچکالي دواړه پر افغانانو راسي نو افغانان به نور هم و زبېښل سي او له سختو ستونزو سره به مخ سي.

لومړیتوبونه

دولت که د وچکالي سره مبارزه کوي نو تر هرڅه لومړی دي له کروندګرو سره مرستې وکړي لومړی دي د دوی اړتیا وي او په ګوته او بیا دي مرستې پیل کړي.

په دویم قدم کې د جګړې ښکېل لوري نور باید د عامو افغانانو پر دې حال رحم وکړي او خپلې جګړییزې مبارزې ته د پآی ټکی کښېږدي

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. AcceptRead More