The news is by your side.

د ښځو په هکله د جاپان پرېکړې میرمنې په غوسه کړې دي

خبريال وېبپاڼه؛ په جاپان کې واکمن ګوند د ښځو په هکله يوه جالبه پریکړه کړې ده، ددې پرېکړې په بنسټ له دې وروسته دې ګوند ته د ښځو پينځه غړې يا استازې راتلی شي خو شرط يې دادی چې راځي به او خاموش به کېني هېڅ ډول خبرې به نکوي.

د جاپان د ليبرال ديموکرات ګوند مشر توشيهيرو نيکای په خپلو وروستیو څرګندونو سره په جاپان او نړۍ کې د رسنیو توجو او پام ځانته جالب کړی دی.

ښاغلي نيکای په خپلو وروستیو څرګندونو کې د ښځو ګډون ته اشاره وکړه چې پینځه ښځينه غړې کولی شي ددې ګوند په مهمو غونډو کې‌ ګډون وکړي خو ددې شرط دادی چې دا ښځې به خبرې نکوي او د خبرو کولو اجازه به هم نه غواړي، توشيهيرو نيکای زياته کړه چې که ښځې خبرې کول هم غواړي نو کولی شي د غونډې له ختم وروسته خپلې خبرې او نظر بيان کړي.

په جاپان کې جنسيتي څرګندونو لړۍ په داسې حال کې دوام کوي چې تر دې وړاندې د نړیوال المپيک د کمېټې مشر موري هم د ښځينه فعالينو او عامو ښځو له لوري د سختو نيوکو سره مخ شوی و، ده د هغه وړانديز په ځواب کې چې پکې د ښځو ونډه د شل سلنه نه څلوېښت سلنه لوړول غوښتل شوي و وويل چې دا ډول کار نشي کولی ځکه ښځې ډېرې خبرې کوي او بيا غونډې په ساعتونو وخت نيسي.

موري چې د جاپان پخوانی صدراعظم و په يوه انلاين غونډه کې ښځې زیاتې سيالي خوښې وبللې او ويې ويل چې ښځې د سيالۍ او رقابت سره مينه لري، کله چې يوه د خبرو کولو اجازه واخلي او خبرې وکړي نو بله يې په مستقيمه يا اتومات ډول د خبرو کولو اړتیا حس کوي او دا ځل هغه يو څه وايی په دې سره دوی ډېرې زیاتې خبرې کوي او غونډې اوږدوي.

په داسې حال کې چې د نيوکو غشي ښاغلي موري ته سيخ و هغه له دې خبرې وروسته استعفا ورکړه اوس تازه همدا غشي اوس ددې هېواد د حاکم ګوند مشر ته برابر شوي دي ځکه پرون ده په غونډو کې د ښځينه و‌کيلانو د زياتولو په ځواب کې وويل چې پينځه ښځې دې راشي خو خبرې دې نکوي.

 

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.