The news is by your side.

بلوچستان کې د هلاک شویو پنجابي پوځیانو شمېر اعلان شو

خبريال ويب پاڼه/ د کرښي هغې غاړي بلوچستان کې په دوو جلا ، جلا بريدونه کې تر پيځو زيات پاکستاني پوځيان هلاک او ګڼو نورو ته سخته مرګ ژوبله اوښتي ده.

د راپورونه له مخي د بلوچستان په سر ښار کوټه کې په داسي حال کې د پاکستاني پوځيانو په موټر چادونه وشوه چې په پوځيان په ګزمه بوخت وو.
ويل کيږي چې چاوديدونکي توکي په يوه موټرسايکل کې ځای پر ځای شوي وو.

دويمه چادونه د کوټي ختيځ لور مغربي بای پاس سيمه کې تر ه سره شوه چې يو پاکستاني پوځي پکي ځای پر ځای هلاک شوی او 5 نور سخت ژوبل شوي دي.

بايد وويل شي چې په کوټه کې دغه چادونې په داسي کې تر سره کيږي او ګڼو پاکستاني پوځيانو مرګ ژوبله اوړي چې تيره ورځ مخکي د د دوشنبي په ورځ په جنوبي وزيزستان کې هم د يوې چادونې په ترڅ کې ګڼ پاکستاني پوځيان هلاک او ګڼو نورو ته درنه مرګ ژوبلخ واوښته

په جنوبي وزیرستان کې وروستۍ پیښه په داسې حال کې رامینځته کیږي چې د پاکستان اردو د فبرورۍ په دریمه وویل چې د شمالي وزیرستان په میرالي کې ورته د عملیاتو لپاره د وسله والو د شتون په اړه د معلوماتو له ترلاسه کولو وروسته څلور وسله وال وژل شوي دي. دا باید هیر نکړو چې په دې نښته کې ګڼ شمیر پاکستاني سرتیري هم هلاک شوي او ټپیان شوي وو.

په هرصورت ، د پاکستان اردو ویلي دي چې په شمالي او جنوبي وزیرستان کې د دوی عملیات د ترهګرو پروړاندې دي او غواړي د عملیاتو په جریان کې سیمې ته امن راشي.
خو د سمیې یوه اوسيدونکي خبریال ویب پاڼې ته وویل چې پاکستاني پوځ غوښتل د عملیاتو په پلمه د قبیلوي پښتنو ځپنه وکړي ځکه چې د دوی په وینا د پاکستانی پوځ غواړي په سیمه کې د ترهګرو پټنځایونه جوړ کړي تر څو د پولې دواړو خواو ته خلک د دوی غیرقانوني غوښتنې ومنو.

دا باید هیر نکړو چې څه موده وړاندې د پاکستان د پوځ استخباراتي ادارې په یوه ټویټ کې ویلي و چې پلان لري د کرښې هغې غاړې ته د بلوچستان په کچلاغ سیمه کې هم ورته عملیات ترسره کړي.
کوچلاغ هغه سیمه ده چیرې چې د افغان طالبانو اډه او پټن ځای پکې شتون لري. چې په دې وروستیو کې له کوټې ښار څخه کچلاغ ته را انتقال شوې وه.
ویل کیږي چې د طالبانو مشرتابه او ټول طالب مشران دلته ژوند کوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.