د ڼاټو ورستۍ پريکړي طالبان سخت وارخطا کړل
خبريال ويبپاڼه/ له هغه ورسته چې تيره پنجشنبه د ناټو عمومي منشي ين ستولتنبرګ اعلان وکړ چې ناټو داسي ژر له افغانستان څخه نشي وتلی.
د ناټو عمومي منشي ين ستولتنبرګ وويل چې ناټو به حالاتو ته ګوري بيا به له افغانستان څخه د وتلو پريکړه کوي.
داسي ويل کیږي چې د طالبانو په ليکو او مشرتابه له هغه ورسته سخته ناهيله ګډه شوه چې د ناټو عمومي منشي اعلان وکړ چې ناټو نه غواړي داسي ژر له افغانستان څخه ووځي.
ځکه طالبانو داسي پتيله وه چې ګواګي په راتلونکي می مياشت کې به ټول بهرني ځواکونه له افغانستان څخه وځي.
د طالبانو د قطر مرکچي پلاوي مشر ملا برادر هم يع يوه پرانسي ليک کې له د امريکا له ولس څخه غږښتي وو چې په حکومت فشار راږړې تر څو امريکايي ځواکونه له افغانستان څخه وباسي.
بايد وويل شي چې د ناټو په پرونۍ انلاين غونډه کې د ناټو سازمان ځينو دفاع وزيرانو وويل چې طالبان بايد سولي ته غاړه کيږدي کنه د حالاتو د خرابو په صورت کې به د دوی د افغان ځواکونو ملاتړ ته وردانګي او هغوی سره به مرسته کوي.
په داسي حال کې د ناټو عمومي منشي د له افغانستان څخه د بهرنيو ّواکونو د نه وتلو خبره کوي چې څو ورځي مخکي نوي لازند اعلان وکړ چې دوی په راتلونکي څو ورځو خپل ټول پوځيان له افغانستان څخه وباسي.
د نوي لازند حکومت ويلي وو چې په افغانستان کې د سولې راتلو ښه فرست دی نو ځکه دوی غواړي له افغانستان څخه خپل ځواکونه وباسي.
طالبانو هم د نیوزیلینډ د دې پریکړې هرکلی وکړ او له ټولو بهرنیو سرتیرو یې وغوښتل چې د دوحې له موافقې سره سم پر وخت له افغانستانه ووځي. د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه بیان کې ویلي: “د نوي زیلاند لخوا دا پریکړه د سولې په لور یو مثبت ګام دی او د دوحه د ژمنو عملي کولو لپاره یو ښه ګام دی.”
بايد وويل شي چې ناټو او امريکايې ځواکونه یوشت کاله مخکي په 2001 لومړي کال کې د طالبانو د واکمنۍ له ړنګيدو ورسته افغانستان ته راغلل او دا دی څه باندي شل کاله کاله کيږي په افغانستان کې ميشت دي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.