The news is by your side.

د ښځو لپاره شخصیت جوړونکې خبرې!

خبریال ویبپانه: ښځې باید په خپل کورني ژوند کې داسې کړه وړه وکړي چې تل یې د خاوند  نظر پر ځان وساتي، او په همدې توګه مونږ د ښځو لپاره پر ځینې ادابو په دې لیکنه کې کرښې لیکلي چې باید عادت یې وګرځوي

او هغه دا دي:

۱ـ د خپل خاوند لپاره ځان سینګار کوي:

سینګار داسې څه ده، چې هر سړی غواړي ښځه یې ورته وکړي، او د خپلې ښځې له ظاهري ښکلا او سینګار څخه خوند واخلي.نو که غواړئ چې تل مو د خاوند په سترګو کې ښکلي ښکاره شئ، تل ورته هغه  ډول سینګار وکړئ، چې د خاوند د سترګو نظر مو اخلي.

۲ـ پخلۍ کوي:

هر نارینه دا غواړي، چې د هغه ښځه دې ورته ډول ډول خواړه پاخه کړي،او د خپلې میرمنې د لاس خواړه وخوری، نو یوه هوښیاره ښځه د خپل خاوند د زړه لاسته راولو لپاره هغه ته پخلۍ کوي.

۳ـ په هر څه پسې لاسونه نه اچوي:

په ګډ ژوند کې داسې ډېر مسایل دې چې په هغه سره ښځه خپل شخصیت نورو ته او په ځانګړي ډول خپل خاوند ته ورښکاره کوي، نو یوه هوښیاره ښځه چې کله په دسترخوان ناسته وي په هر څه پسې لاس نه اچوي، بلکی په ډېر نرمښت له نورو هیله کوي چې خواړه او یا هم د اړتیا وړ شی ورکړي.

۴- له حده ډېره ډودۍ نه خوري:

له ډېرې ډوډۍ خوړولو مو موخه دا ده چې په داسې بڼه ډوډۍ نه خوري، چې د نورو پام ورته وشي، او ډېرې غټې غټې مړۍ نه وهي، بلکې په ډېر خاصه بڼه په خپل ښځينه سټایل ډوډۍ خوري.

۵ـپه یوه وړه خبره ژر احساساتي کېږي نه:

که چېرته داسې خبره مو واورېده چې ستاسو احساسات نه شو کنټرول کولی، نو هیله ده چې د غوسې پر مهال یوه اوږده ساه واخلئ، خپلې سترګې پټې کړئ تر هغه چې خپل عادي حالت ته راګرځئ، خو هېڅ کله د غوسې او قهر په حالت کې د خاوند د خبرو ځواب مه ورکوئ. که تاسو هر څومره ریشتیا خبره هم وکړئ، خو د قهر په وخت کې د انسان لهجه ډېره تنده وي، چې سړیو ډېره بده لږېږي.

۶ـ کله چې تیلفون کې خبرې کوي نو په ډېر ادب سره غږېږي:

په تیلفون کې خبرې کول ځانته اداب لري، لکه:

۱ـ ستاسو خبرې باید نورو ته مزاحمت نه شي.

۲ـستاسو د خندا غږ باید دومره پورته نه وی، چې نور تاسې ته دروګوری.

۳ـ په تیلفون کې د خبرو پر مهال باید د هرې خبرې اورېدو سره باید خپل احساسات کنټرول کړو،او پوچې خبرې ونکړو.

نو یوه هوښیاره ښځه چې کله په تیلفون کې غږېږي دا هر څه په پام کې نیسي.

۷ـ هر څوک د دې لایق نه بولی چې ورسره د زړه خبرې وکړي:

ډېری ښځې چې دا عادت لري چې له ګاونډي،کلینر،او نورو ډېرو پردیو خلکو سره یې د خپل کور د کیسو په هکله خبرې راخیستې وي،او هر چاته د خپل ژوند ستونزو په هکله وايي، په دې کار سره ستاسو هېڅ ستونزه نه حل کېږي خو ستاسو شخصت ته تر ډېره تاوان رسوي،

لیکنه: مریم صدیقي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance