The news is by your side.

د کرونا دواکسین په اړه یو څوضروري ټکي !

خبریال وېب پاڼه – تراوسه دنړئ په کچه تر دوه سوه میلیونه ډیر کسان د کرونا ضد واکسین شوي دي چې ددغو کسانو لویه برخه دامریکا، چین، اروپایي اتحادیه او برتانیا وګړي دي.

د څوورځو راهیسي په خواله او ځینو نوروټولنیزو رسنیو کې د کرونا دواکسین په اړه منفي او غیر معقول تبلیغات وینم؛ دلته په برتانیاکې د کرونا د اوبا په شروع کې یوې کړۍ داسي  تبلیغات کول چې ګوا کې کرونا یو ډیرامه ده او دا په اصل کې هیڅ وجود نه لري او دا تبلیغات ترډیره د برتانیا میشتوبهرنیانو ترمنځ روان وو؛ چې نتیجه یې داشوه چې د کرونا د تلفاتوشمیر دهمدغو برتانیا میشتو بهرنیان (لوی اکثریت یې مسلمانان وه) ترمنځ څلوربرابرلوړ شو البته نسبت د برتانیا اصلي اوسیدونکوته .

داځکه چې دوی په اصل کې هغه قوانین نه مراعت کول چې ډاکټرانو او ځایی حکومتونوټاکلي وو. دوی فکر کاوه چې کرونا هیڅ وجود نلري، نو ددغه غلط پوه شوو کسانو په مرګ کې هغه کسان یو نه یوډول ککړدي چې داسی شیان یې خپرول.

اوس بیا د کرونا دواکسین په اړه داسي اوازي خپروي چې دا واکسین راتلونکې نسلونه د اولاد څخه اچوي یعنی شنډوي یې؛ که اوس پوښتنه وکړم چې دا څیړنه مو چیري او څنګه پر هغه نسل وکړل چې تر اوسه نړئ ته راغلی هم ندي ؛ بل داچې تاسو پر څوکسانو دغه څیړنه وکړه او داهر څه مو دکومو ډاکټرانو او څیړنیزو مرکزونو په مرسته ترسره کړل اوولی خپل ادرس پټوي؟

ډیري نوري پوښتني چې دوی یې په مطلب هم نه پوهیږي!

دواکسین په تړاو دښمني په نړۍ کې ډیرمخکینی تاریخ لري یعني همدغه دشري، ټبرکلوز، او کولرا ضد واکسینونو چې د بشریت یولویه برخه یې د بي وخته مرګ څخه ژغورلې، دهمدغو واکسینونو په اړه داسي څه ویل کیدل لکه دکرونا واکسین په اړه چې اوس ویل کیږي خودغه منفی تبلیغات هیڅ وخت صحیح ثابت نشول او اوس ددغو واکسینونو قریب د هریو تر سل کاله وشول چې خلکو ته تطبیق کیږي خو دچا نسل هیڅ نه کمیږي بلکې ورځ په ورځ زیاتیږي.

ددغه ډول تبلیغاتو مرجعه نامالومه وي نو کوښښ وکړئ چې  د دې غیر مسلکي تبلیغاتو ښکار نه شئ ځکه ژوند خو ستاسو پکښي له لاسه ځي اوهر هغه څوک چې داډول تبلیغات کوي  هغوي په اصل کې د یوچا دمرګ سبب کیږي.!

نوټ: دکرونا ویروس مذهب ، نژاد، او تابعت نه پیژني بلکې یوازي خپل کوربه انسان پیژني!

Dr.Mohammad Sharif Popal(MBBS, M.S, PhD)

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.