نيول شوي طالبان، راته ويل شوي و چې کندهار فتحه شوی

خبريال وېبپاڼه: په کندهار ولایت کې امنیتي چارواکي وايي چې لس تنه طالبان یې ژوندي نیولي دي، دغه طالبان په داسې حال کې نيول شوي دي چې ورسره ماينونو او نورو وسلو هم شتون درلود.

دغه وسله والو په کندهار ولایت کې په چرکي بريدونو او نورو وسله والو فعالیتونو کې برخه اخيسته، د امنیتي ځواکونو په ځانګړو کې نیول شوي دا طالبان د ځان سره څه بله کيسه لري او څه اعترافونه کړي دي چې د حيرانۍ وړ دي.

ددغه وسله والو څخه يوه یې په خپل اقرار کې وويل چې دوی ته ويل شوي چې کندهار ولایت نيول شوی دی او اوس هلته د طالبانو واک چلېږي، دوی وايي په همدې‌ نيت کندهار ته راغلي و، دغه نيول شوی طالب وسله وال زياتوي چې په پاکستان کې ورته ويل شوي و چې کندهار په کامل ډول طالبانو فتح کړی دی اوس دوی راحت کولی شي چې کندهار ته ولاړ شي.

طالب وسله والو ته دا ډول دروغ ويل يا دوی دومره په اسانه غولول ډېر د حيرانۍ وړ هم نه دي، ځکه ډېری دوی چې دي د ټولې افغان جګړې په هکله همداسې غولول شوي دی‌او همداسې‌ فکرونه ورکول شوي دي، دوی ډېر زيات ساده دي چې د استدلال او منطق قوه یې په وروستي حد کې ضعیفه ده، له همدې کبله د ډېرو عادي مسايلو د تحليل قوه نلري او که يو څوک په خپلو خبرو کې لږ عربي هم ور ګډه کړي نو بس دوی ته د خدای فرمان غوندې ښکاري.

تر دې وړاندې ځینو نیول شویو طالب وسله هم ډېر جالب اعترافونه کړي و، دوی ته په پاکستان کې دا ویل چې ولاړ شی په کابل پوهنتون حمله وکړئ، د کابل د پوهنتون په ليليه کې ښځې او نارينه يا نجونې او هلکان ګډ ژوند کوي په یوه ځای کې حمام کوي ډېر کله د منلو وړ وي او دې خبرو سره د یو دوه انځورونو يو ځای کول بسنه کوي چې دوی راشي او په کابل پوهنتون برید وکړي.

همداسې شوي دي، په ټولنيزو رسنيو، ددوی په کيسو او مجلسونو کې ډېر وخت دا عامه خبره وي چې دوی فکر کوي چې په کابل پوهنتون کې د عيسويت تبليغ کېږي، په داسې حال کې چې که د کابل په پوهنتون کې کومه نجلۍ حتی لږ د افغاني رواج خلاف لباس واغوندي لومړی د محصلینو ورسره جنجال وي بيا د پوهنتون د ادارې پاتې خو د عيسويت تبليغ شو، خو دوی بيا په ډېره ساده ګۍ دې ته تيارېژي چې د پردیو په څو خبرو باور وکړي او د خپل هېواد د بربادۍ لپاره مټې راونغاړي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. AcceptRead More