The news is by your side.

د هالیوډ کوچنی او لوړ قد لرونکي لوبغاړي

خبریال ویبپاڼه/ دني دیویتو چې عمر ۷۴ کاله دی دی د هالیوډ تر ټول کوچنی قد لرونکی لوبغاړی د دې لوبغاړي قد ۱۴۷ ساتني متره ده چې د بالیوډ کورنۍ تر ټولو باتجربه لوبغاړو څخه شمېرل کیږي د دې ۸۴ کلن لوبغاړي ټولټال قد ۱۵۷ سانتي متره دی او د هډوکو  په یو رقم ناروغي باندې مبتلا دی چې د عمر په تیریدلو سره يې هډونه نور هم کمزوري کیږي د هغه خپله ناروغي د هغه د ناکامي نه بلکي په کومیډي برخه کې د بریا سبب سوې.

ښځینه ووکې، لیډی ګاګا

استفاني جوانا انجلیناجرمانوتا یا په هنري نړۍ کې لیډي ګاګا چې  یوه هنر منده ده ۳۳ کلنه او قد يې تر دني دیویتو لږ جګ ۱۵۵ سانتي متره دی چې د بالیوډ له مشهور ترینه لوبغاړو څخه شمېرل کیږي، د هغې لنډ قد هیڅلکه د دې باعث نه دی سوی چې ورباندې منفي اغیزه وکړي هغه اوس د ټولې نړۍ په کچه خورا زیات مینوال لري او کنسرتونه يې له زیات ملاتړ سره مخ کیږي

لوړ قدر لرو نکي

ښځینه وو څخه کاترین سټاک وډ

دغه کاناډايي فلمې لوبغاړې د ۱۸۳ سانتي متره قد په درلودلو سره د هالیوډ تر ټولو ښځینه ستورو جګه ده، هغه د اداکارۍ ترڅنګ په لیکوالي او د قلم چمتو کولو په برخه کې هم کار کوي، په ۲۰۰۲ زیږدیز کال کې سټاک ووډ د سوروریتي  هلکانو نومې پروژه کې د لیکوالي په کولو سره وړتیا وښوده او په هالیوډ کې يې ښه نوم پیدا کړ.

ښه او پراخه اداکاري او په فلمونو کې ډایرکټري لارښوونه او نور فعالیتونه د دې لامل سوي چې سټاک ووډ د هالیوډ تر ټول سرمایداره لوبغاړې هم جوړه سي.

او همدارنګه په نارینه وو کې ونس یو

ونسنټ انتوني وان چې په هنري نړۍ کې د ونس یو په نوم پیژندل کیږي د هالیوډ نړۍ کې د نارینه وو، له جملې تر ټولو د لوړ قد لرونکي لوبغاړی ونس یو اوس پنځوس کلن دی او له ۱۸ کلنۍ يې هنر او سینما ته مخه کړې، د نوموړي قد ۱۹۶ ساتني متره دی هغه د امریکا دی او په یو شمېر فلمونو کې يې کار کړی چې ډوج بال، د رښتیني بایلوونکي کیسه، ورکه سوې نړۍ، د جراسیک پارک، د ښاغلي سمیت او میرمن شخړه، د ځنګل پر لور د تحویلي اجنټ او هیکساسټایک فلمونو یادونه یې کولای سو

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance