The news is by your side.

د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ

خبریال ویبپاڼه/ نن د مورنۍ ژبه نړیواله ورځ ده، او ټول ملتونه د خپلې ژبې د بډاینې لپاره کار کوي تر نوې او ژوندۍ وساتل سي خو د میلیونو پښتو ویونکو د ژبې حالت څنګه دی ساتل کیږي پرمختګ يې کړی او هېره سوې ده؟

پښتو ویونکي په میلیونو اما لیکوونکي او پالوونکې يې لږکي ده ځکه د افغانستان په زیات شمېر ادارو کې پښتو ژبه یوازي  په قول او خوله رسمي ژبه ده هیڅ اداري کار نه پرې کیږي او هیڅ دولتي اداره پرې لیکل نه کوي له دې څخه مالومیږي چې له ارګه تر ماموریته پښتو ته د رسمي ژبې  په نظر نه کتل کیږي د غني او نورو واکمنانو په دوره کې د پښتو لیکل او لوستل همداسې هیر سو او په ځینو مواردو کې کچیري لیکل سوې هم ورباندې ملنډې وهل سوې د خبریال یو شمېر نور لیکنې به تاسو لوستې وي چې پښتو سره څه سوي او څه کیدونکي دي.

په مرکز کابل کې وزارت خونې، ریاستونه ان تر ارګه ټول اداري کار مسؤلیتونه مکتوبونه استعلامونه او داسې نور څه په پښتو ژبه نه ترسره کیږي.

ملګرو ملتونو د کرونا ناروغۍ د رامنځ ته کیدلو په وخت کې وویل چې  د کرونا او روغتیايي پیغامونه باید د ټولو وګړو لپاره په خپلو مورنیو ژبو ولیکل سي ترڅو هغوی ټول د خطراتو، وقايې او مخنیوي لپاره خبر او چمتوالی ونیسي خو په افغانستان کې دا چاره بل ډول او بل رنګ لري تراوسه پوري له ښوونځۍ څخه نیولې پوهنتون، عامه خدمات دولتي ویبپاڼې او ټولنیزې پاڼې زده کړې او ډیری نور يې له دې حقه بې برخې دي.

د پښتو حق نه دی ادا سوی پښتو ژبه د افغانستان د رسمي ژبې ترڅنګ ملي ژبه هم ده چې وګړي يې باید زده کړي خو کله چې پښتانه څخه مسؤل جوړ او چوکۍ ترلاسه کړي خپله هغه خوږه مورنۍ ژبه چې ده له ماشوم توبه تر څوکۍ ترې د مفاهمې او شخصیت جوړونې لپاره کار اخیست هیره سي او یوازي د سټایل او راتلوونکي خوبونو جوړولو لپاره په نورو ژبو خبرې کوي خو دا هیڅکله بریا نسي کیدلای په خپله مورنۍ ژبه خبرې کول کمال او تر ټولو غوره کړنه ده کچیري بل ژبه زده کړې نو دا بیا هنر دی.

په پښتو ژبه د لیکوالۍ او علمي لیکنو اثارونو برخه کې هم ډیر کم حق ادا سوی هغه مواد چې په نورو ژبو کې د پلټنې وړ دی پښتو ژبې ته داسې خدمت چا نه دی کړی.

په دې وروستیو کې د پښتو ژبې لپاره په محلي کچه ښايي څه سوي وي خو دا چې موږ د مورنۍ ژبې د نړیوالې ورځې په مناسبت پر یوه سټیج د خپلې ژبې په وړاندې ږغیږو نو خپلې مورنۍ ژبې ته کوچني او ملامت یو.

په افغانستان کې د ژب ژغونې ملي غورځنګ مسؤلین وايي چې دولت لا په هغه چې ویلي يې وو، زده کوونکو او محصلینو ته په خپله مورنۍ ژبه د زده کړو زمینه برابره وو، هیڅ عمل نه دی کړی او خپله دا ژمنه یې نه ده پوره کړې .

له دې سره ترخوا چې پښتو ژبې ته يې د مليتوب او رسمیتوب حقوق ورکړي خو هیچا ورته د رسمي او ملي ژبې په حیث نه دي کتلي په ډیری پښتون میشتو سیمو کې لاهم داسې کسان چې ویوونکې او مورنۍ ژبه يې پښتو وي خو دوی اداري کار په نورو ژبو کوي چې تر ډیره بریده ستونزې هم رامنځ ته کوي.

په افغانستان او ټوله نړۍ کې وګړي په خپله مورنۍ ژبه د زده کړو او وینا کولو حق لري  چې په افغانستان کې دې اصل ته تراوسه هیڅ پاملرنه نه ده سوې.

په افغانستان کې له پښتو او دري وروسته اوس تازه ازبکي هم د دریمې رسمي ژبې په حیث د ارګ پر پاڼه او یو شمېر نورو دولتي ادارو اعلامیو کې مالومیږي چې ویوونکي او لوستوونکي يې خوشحاله دي

د مورنې ژبې ورځ په ۱۹۹۹ د  فبروري به ۲۱ نېټه د یونسکو په غوښتنه د مورنې ژبې په توګه نړیواله ورځ ونومول سوه چې اوس هرکال لمانځل کیږي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.