سټولټبرګ يې ټلیفون ته ځواب ورکړ

خبریال ویبپاڼه/ افغان ولسمشر غنی د ناټو له عمومي منشي سټولټبرګ سره د افغانستان پر اوسني وضعیت خبرې کړې او ناټو د لا همکاریو ډاډ ورکړی او ویلي یې دي چې ناټو د افغان سولې د بریالي کیدلو لپاره هڅې کوي

افغان ولسمشر غوښتل چې تیره ورځ د امریکا له ولسمشر جوبایډن سره په ټلیفون کې خبرې وکړې خو هغه د نوموړي خبرې رد کړې وې، تراوسه پوري په دې اړه افغان دولت له خپله اړخه څه نه دي ویلي.

په دې ټلیفوني مکالمه کې د افغان سولې، د ناټو کنفرانس او د ناټو له لوري د افغان ځواکونو د ملاتړ په هکله خبرې سوې او د ناټو ملاتړ او همکاري روښانه سوې ده.

د ناټو دې چارواکي ویلي په افغانستان کې د ناټو د ماموریت په هکله خبرې روانې دي خو تراوسه پوري کومه پریکړه نه ده سوې چې پوځیان به ووزي یانه؟

د غني او بایډن کیسه

تازه افغان ولسمشر د امریکا له بهرنیو چارو وزیر سره پر ټلیفون خبرې کړې خو له دې مکالمې وروسته د اشرف غني له لوري غوښتل کیږي چې د امریکا له ولسمشر جوبایډن سره خبرې وکړي، خو د هغه دې غوښتنې ته تراوسه مثبت ځواب نه دی ویل سوی.

د ناټو شتون او جګړه

تراوسه پوري د مي په میاشت کې د امریکا له لوري د خپلو سرتیرو د وتلو په هکله داسې پریکړه سوې چې له افغانستانه په دې حالاتو کې نه وزي او په دې هېواد کې د یوه سیاسي جوړجاړي ملاتړ کوي.

په ورته وخت کې د ناټو یو شمېر سرچینو هم همدا خبرې کړې او زیاته کړې يې ده چې په دې خرابو حالاتو  کې افغانستان یوازي نه سي پریښولای او خپل ماموریت ته به ادامه ورکوي د ناټو چوکاټ کې نیوزیلنډ هغه هېواد دی چې د مي ترمیاشتي به خپل سرتیري له افغانستانه وباسي تراوسه بل کوم د خپلو سرتیرو د وتلو پریکړه نه ده کړې.

طالبانو ویلي چې له امریکا سره ترسره سوې هوکړې ته ژمن پاتیږي خو د امریکا او ناټو له لوري پر دې ډله څو ځله تور ولګیدی چې د ترسره سوې هوکړې درناوی نه کوي او خپلو سرغړونو ته ادامه ورکوي خو طالبانو په بار بار ویلي چې تر سوې هوکړې ته ژمن دي او لابه هم خپلې ژمنتیا ته دوام ورکوي

د خلکو اندېښنې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې نا امنۍ او هدفي وژنې اوج ته رسیدلې چې ولسی خلک يې د خپل راتلوونکي په هکله خورا اندېښمن کړي دي

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. AcceptRead More