The news is by your side.

نړيوال یې د ژغورنې چانس نه ويني

خبريال وېبپاڼه؛ تېره ورځ معتبرو بهرنیو رسنیو پخپلو تحلیلونو کې وويل چې که د امریکا نوی حکومت هرڅه وکړي افغان حکومت نشي ژغورولی، په دې تحليل کې تر ډېره تاکيد په فساد شوی و او د افغان حکومت د فساد برخه د حل کېدو وړ نه بلل کېده.

په حقيقت کې د امريکايي رسنيو دا راپور هم د ترخو حقايقو هم د ناهيلۍ يوه اندازه سلنه لري، د يوې خوا په افغان حکومت کې فساد دومره ژور تللی دی چې پاک سړی ورپکې د داخلېدو سره سم يا فوراً شړل کېږي او يا به مجبور کېږي چې د فساد يوه برخه شي.

هغه جوړښتونه چې د اداري فساد په وړاندې د مبارزې لپاره جوړ شوي پخپله د فساد په مرکزونو بدل شوي دي، ولسمشرۍ ماڼۍ په دې نامه چې غواړي د فساد په ضد مبارزه وکړي فرعي ادارې جوړوي، دا ادارې د يوې خوا د حکومت بنسټونه بې اعتباره کوي د بلې خوا بيا د فساد ترټولو لوی راپورونه د همدې فرعي ادارو څخه ورکول کېږي.

دا یو حقیقت دی چې بهرني ځواکونه او نور هېوادونه به تر یو وخته پورې په افغانستان کې وي او د افغان حکومت مرسته به وکړي په پای کې بايد افغانان پخپل ځان متکي شي، تېره اونۍ د افغانستان د ملي امنیت ستر سلاکار وويل چې ددوی لويه اړتیا نړيوالو متفقينو ته نظامي اړتیا نده بلکې مالي اړتیا ده.

محب ددې اړتيا د لرې کېدو او په مالي ډول په ځان د بسيا کېدو لپاره دوه کاله وخت اړين وباله، دوه کاله هومره زيات وخت نه دی او نه په دوه کلونو کې نړيوال ملګري د افغانستان څخه خپلې مرستې بندوي خو د افغان حکومت د اوسني جوړښت او اوسني حال او واکمنو سره دې موخې ته رسېدل ډېر ګران ښکاري.

په فساد کې رول يوازې د حکومتي چارواکو هم نه دی، بلکې امريکايي چارواکي پخپله په افغانستان کې د هغه کسانو ملاتړ کوي چې د فساد سبب دي فساد کوي ځان تر قانون لوړ ګڼي، د يوې خوا د امریکا داسې ناسمې ارادې د بلې خوا د افغان حکومت د چارواکو د فساد د تندې نه ماتیدل ددې سبب شوي دي چې خلک ناهيلي کړي.

له دې ساعت څخه وروسته د چارواکو څخه ددوی په خوښه د فساد لرې کول او ختمول غوښتل هېڅ په درد نه خوري هېڅ عملي او معقول کار نه دی، له دې ساعت څخه وروسته يوازې خلک کولی شي په خپل قوت په خپل یوالي د مدني لارو څخه په ګټې اخيستنې حکومت مجبور کړي چې د فساد په وړاندې اقدام وکړي، دا به فوراً په افغانستان کې فساد ورک نکړي خو د فساد د ورکېدو د افغانستان د پخپلو پښو درېدو لپاره به زمينه مساعده کړي.

ليکوال؛ تاج محمد ارين

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.