The news is by your side.

مجيب انصاري د ايران جاسوس دی

خبريال ويب پاڼه /له هغه وروسته د مجيب انصاري په اړه بحثونه راپورته شول چې کله نوموړي د هرات د ګذرګاه جامع مسجد کې د تيري جمعې ورځي په خطبه کې وويل هر هغه څوک چې ددې نظام ملاتړ کوي او ورته کار کوي هغه که ملکي مارمورين دي يا نظامي ګناه ګبيره کوي.

مجيب انصاري زياته کړه چې کوم ملايان چې د نطام ملاتړ کوي ښه پاخه يهوديان دي.

د مجيب انصاري له خبرو ورړسته ګڼو دولتي چارواکو او عامو افغانانو په مجيب انصاري سختي نيوکي وکړي.
او هغه يې نيغ په نيغه د ايران په جاسوسۍ تورن کړ.

په دې افغان ليکوال او سياسي شنونکي عصمت قانع چې مجيب انصاري څوک يوه ليکنه خپره کړه.
ښاغلی قانع ليکلي((مجیب الرحمن څوک دی؟
مجیب الرحمن دانصار د زيارت منجاور دی ، چې په ماشومتوب کې له مدرسې څخه وتښتید او په شينډنډ کې میشته دی.
خدای خبر چې هغه څنګه د امیر اسماعیل خان سره څنکه په اړیکه کې شو.
اسماعیل خان دعوت پوهنتون ته د دیني علومو د زده کړې لپاره ولیږل شول، خو د خپلو دیني زده کړې په تعقیب ، ملا ماته شوه له پوهنتون څخه وتښتید او بیرته هرات ته راستون شو.
دا هغه وخت و چې په هرات کې ملا خدایداد غلجي د امیر اسماعیل په مخالفت کې ولاړ و
امير اسماعيل خان د ملا خدايداد پر ضد يو شمېر غير پښتانه تمويل کړل چې په مجیب الرحمن يې ډېر تکيه کوله.

مجیب الرحمن ځان د میرانو د قبیلې غړی ګڼي چې اصلا د مسګران اوسیدونکی دی او تورن اسماعیل هم د شينډنډ میر دی.
اسماعيل خان هغه ته نغدي پيسې هم ورکړې چې ايرانيانو په هرات کې په سني ملايانو ويشلي چې يو له هغو مجیب الرحمن انصاري وو او په پای کې مجیب الرحمن د ګذرګاه جومات خطیب په توګه وټاکل شو.
د ټاکنې سربیره ، هغه مجیب الرحمن په شينډنډ کې د بهرنیو ځواکونو یوې څانګې ته هم راجع کړ چې په مذهبي عناصرو یې کار کاوه
میر مجیب الرحمن انصاري دیني عالم نه دی ، هغه یوازې د استخباراتو چلباز دی.

نه يوازي عصمت قانع دی چې خپل شواهد اسناد وړاندي کوي چې مجيب انصاري په ښکاره د ايران جاسوس دي.
بلکي ځينو خو لا دا ليکلي چې کله افغان حکومت په کمال خان بند کار شروع کړ او په ايران يې اوبو بندي کړي نو ايران د مجيب امصاري په څير ملايان را مخته کړ او غواړي حکومت پرې وګواښي ترڅو د کمال خان بند او دې ورتو نورو پروژو له ترسره کولو څخه لاس واخلي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.