د مورنۍ ژبي نړيواله ورځ او د کرښي ها خوا پښتانه
خبريال ويب پاڼه/ د فبروري 21 په ټوله نړۍ کې د مورنۍ ژبي د نړيوالې ورځ په توګه ځکه لمانځل کيږي ځکه دا ورځ په ټوله نړۍ کې په شاندارو مراسمو لمانځل کيږي چې حکومتونه او خلک د مورنۍ ژبي په ارزښت او اهميت باندي وپوهول شي.
ځکه چې په يوه ژبه کې د يوه ملت پوهه، علميت او فکري اثار پراته وي خدای مه کړه که کومه ژبه له پامه غورځول کيږي نو د يوه بسته ملت فکر ، پوه او علميت له منځه.
نو ځکه يونسکو (د نړيوال ميراثونو خونديتابه اداري) د فبروري 21 مه په ټوله نړۍ کې د مورنيو ژبو نړيواله ورځ ونوموله.
خو اوس خبره دا ده چې په افغانستان او د کرښې هغې غاړي پښتنو سيمو کې د پښتو ژبي څه حال دی? ايا پښتو لا هم د کور او جومات ژبه ده? که يې پرمختګ کړی د علم او ادب ژبه ترې جوړه شوي ده.
د کرښي هغه غاړه جنوبي پښتوانخوا : دلته د نړۍ د نورو هیوادونو په څیر هر کال د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ لمانځل کيږي ، خو لا هم د په جنوبي پښتوانخوا کې ملیونونه پښتانه ماشومان د مورني ژبو له زده کړې بې برخې دي او هر کال د پاکستان په ټولو صوبو کې لاریونونه او سیمینارونه تر سره کیږي چې بايد پاکستانی رياست هر قوم ته په خپله ژبه د زده کړو کولو حق او زمينه برابره کړي.
په کوټه کې د پښتو ادب ښوونکی او لیکوال میر حسن اتل وايي ، هغه قومونه چې په مورنۍ ژبه یې لیک او لوست کوي د ژوند په هر اړخ کې یی پرمختګ کړی ، د ښاغلي مير په وينا هغه که سیاسي ، اقتصادي یا ټولنیزه برخه وي.
ښاغلی مير حسن اتل وايې ((“د پرمختګ او شالید اصلي لامل دا دی چې دې هیوادونو ته په خپله ژبه د زده کړې فرصت ورکړل شوی.
ځکه هغه قومونه ټوله ورځ په خپل ښه مدنيت مصروفه دي.”
په 2014 کال کې ، پښتون ملتپال ګوند ، پښتونخوا ملي عوامي ګوند او بلوڅ ملي عوامي ګوند په ګډه په پښتو ، بلوڅي ، بروهي ، فارسي ، سندهي ، پنجابي او نورو ژبو د لومړي ټولګي څخه تر اووم ټولګي پورې په بلوچستان کې د مضامینو په توګه معرفي کړل او په دولتي ښوونځیو کې شامل او د دې لپاره د استازو مجلس یو قانون هم تصویب کړ.
د لومړي ټولګي څخه تر دریم ټولګي پورې ، د مورنۍ ژبې کتاب هم خپور شوی و ، مګر دا په ښوونځیو کې زده کونکو ته نه ور ښودل کيږي. زده کونکي لاهم هیله لري چې د دوی مورنۍ ژبه دوی ته د مضمون په توګه ورکړل شي. مګر داسې نه کیږي.
بل خوا په خيبر پښتوانخوا کې هم پښتو ژبه يوازي د حجري او جومات ژبه ده په پښتو ژبه ليک او لوست نا کيږي دغه ژبه له عملي پرمختګ څخه لويدلي ده .
بايد وويل شي چې په نړۍ تل استعماري ځواکونه هڅه کوي تر څو په يوه ټولنه کې تر ډيره خپل واک وغزوي د هغې ټولني ژبه او فرهنګ له منځه وړي.
که لوستي پښتانه د ژبي بډاينې او علميتابه ته کارونه کړي خدای مه کړه دا شته او تاريخ او فرهنګ به يې محوه شي. پښتو ژبه به هم د نړۍ د هغو مړو ژبو په کتار کې راشي چې يو وخت يې ميليونونه ويونکي درلودل خو اوس يې څوک نوم نه اخلي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.