The news is by your side.

طالبان څنګه د امریکايي پوځ د پاتې کېدو سبب شول؟

خبريال ویبپاڼه؛ که غواړي پوه شو افغانستان ولې نن په کامل ډول د امريکا په کنټرول کې دی، ولی په هرڅه کې اغېز لري ددې لپاره پکار ده چې هېواد ته د امريکا د راتګ په هکله پوه شو.

امريکا شل کاله وړاندې افغانستان ته په داسې حال کې راغله چې د هېواد ډېری چارې د طالبانو په لاس کې وې، طالبانو د امريکايانو چل او فریب ډېر په اسانۍ وخوړ او په چټکۍ یې امریکا ته بهانه په لاس ورکړه چې راشي او هېواد لاندې کړي، نن هم همداسې څه روان دي.

د اسامه قضيه په وروستۍ درجه ساده قضيه وه، که په ټوله مانا د اسامه ورکول امريکا ته ناروا هم وی خو د ميليونونو انسانانو د ژوند بيه د هغه ساتل ترټولو ناروا و، ډېری پوهانو طالبانو ته وویل چې په شرعي ډول دا جواز لري چې اسامه امریکا ته وسپارل شي ځکه که ونه سپارل شي نو د زرګونو، لکونو او ميليونونو خلکو ژوند په خطر کې دی.

خو طالبانو تر هغه په دې مسله ځان ټينګ ونیوه ترڅو چې امريکا ته یې پخه بهانه ورکړه چې په افغانستان حمله وکړی، ددوی بې تدبيري، سر تمبګي، د منطق او استدلال کم والي ټول ددې سبب شول چې افغانستان د امريکا د ناوړه موخو په یوه مرکز بدل شي.

شل کاله وروسته چې سیمه او نړۍ اوس په افغانستان کې د امريکايي پوځيانو د شتون د پای ته رسېدو غوښتنه کوي او امریکا هم په نسبي ډول دې کار ته غاړه ایښې ده بیا طالبان ددې سبب شول چې امريکايي ځواکونه په افغانستان کې پاتې شي او ددوی په کلمو د هېواد اشغال دوام وکړي.

په دې اړوند تازه امريکايي مبصيرينو هم تبصرې کړې دي او د ملامتيا ګوته يې طالبانو ته نيولې ده، امريکايي مبصيرين وايي طالبان يو ځل بيا ددې سبب شول چې امريکايي ځواکونه له دې هېواد څخه ونه وځي، امريکايي ماهرين وايي چې امريکا د افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د وتلو لپاره په تياري بوخته وه چې طالبانو د يوې خوا د افغان حکومت سره په خبرو کې د پرمختګ په وړاندې خنډونه رامنځته کړل او د بلې خوا يې په افغانستان کې جګړې ته زور ورکړ.

امريکايي شننونکي وايي چې طالبانو دوه ضد کارونه وکړل، د دوحې د توافقنامې په بنسټ دوی باید جګړه را کمه کړې وی ترڅو په بين الافغاني خبرو کې باور زیات شوی وی نو دوی برعکس جګړې ته زور ورکړ.

نه یوازې جګړې ته یې زور ورکړ بلکې په بين الافغاني خبرو کې یې هم ستونزې جوړې کړې، مخکې له وخته یې ځینې لویې غوښتنې مطرح کړې بدون له دې چې په دې غوښتنو خبرې وشي دوی ددې غوښتنو منل وغوښتل.

بيا یې د خبرو مېز پرېښودو او د سیمې په هېوادونو یې چکر پیل کړ او د هغه ځايه يې د افغان حکومت د لرې کولو د ولسمشر غني د استعفا غوښتنې پيل کړې.

دا ټول هغه څه و کې امريکا یې بیا دې ته اړه کړه چې په افغانستان کې خپل پوځي حضور ته دوام ورکړي، طالبان يو ځل ددې اشغال يا حضور سبب شول او اوس یې په دوهم ځل د دوام سبب هم شول.

ليکوال؛ تاج محمد ارين

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.