The news is by your side.

عراق: د امريکايې ځواکونو پر اډه توغنديز بريد شوی

خبريال ويب پاڼه / د عراق پلازمېنې بغداد ته څېرمه د امریکا د متحده ایالاتو پر پوځي اډه توغنديز بريد شوی. چې د راپورنو له مخي په ياده پوځي اډه باندي څلور توغندي توغول شوي.
د برتانوي ورځپاڼ ګارډین په وینا ، د عراقي پوځ لخوا په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې ياد راکټونه د بغداد په شمال کې د بالاد په ښار کې پر یوه پوځي اډه توغول شوي چې په پایله کې یې یو تن امريکايي عسکر ټپي شوی هم دی.

د راپورونو له مخې ، د متحده ایالاتو نظامي پرسونل او قرارداديان په ياده اډه کې میشت دي ، خو په دې اړه چې دغه توغنديز بریدونه چا ترسره کړي په اړه یې معلومات نه دي خپاره شوي.

څو ورځې وړاندې ، په شمالي عراق کې د کردستان سیمه ایز مرکز ، اربیل کې هم د متحده ایالاتو په هوایی اډه باندې لسګونه راکټونه وویشتل شول ، چې د یوه امریکایی قراردادي په ګډون نهه تنه یې ټپیان کړل.
باید یادونه وشي چې د متحده ایالاتو د تاسیساتو په ګډون د متحده ایالاتو پر تاسیساتو لسګونه راکټي بریدونه په عراق کې د وسله والو ډلو او ملیشو لخوا شوي دي.
هيره دي نه وي چې دا لومړی ځل نه دی چې په عراق د امريکا محتده ايالاتو په پوځي اډه بريد کيږي بلکي دا څويم ورته بريد دی چې د امريکا محتده ايالاتو په نظامي اډه تر سره کيږي.
د يادولو وړ ده چې تيره کال له هغه را وروسته چې د امريکا له خوا د ايران د قدس مليشي ځواکونو مشر قاسم سليماني په يوه بمبارد کې ووژل شو دغه ډول بريدونه د امريکا په نظامي اډو زيات شو.
هغه وخت ايران هم ګواښ کړی وه چې دوی به هم کرار نه کيني بلکي د قاسم سليماني غچ به حتمن له امريکايانو اخلي.

له عراق وروسته دويم هيواد چې کله نا کله به د امريکايې پوځيانو د مرګ راپور ورکول کيده افغانستان وو.
خو سږ کال د نيويارک ټايمز د راپور له مخي په ټول کال کې يو امريکايې هم نه وژل شوی.
خو په دغه هيواد( افغانستان) کې هره ورځ په سلو ګونو افغانان په چاودنو ، بريدونو کې شهيدانيږي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.