The news is by your side.

د مذاکراتو لړ کې د وژل شویو افغانانو خون د طالبانو په غاړه!

خبریال وېب پاڼه/ د سولې بین الافغاني مذاکراتو په مهال کې د ټولو وژل کېدونکو افغانانو خون یا قتل د طالبانو په غاړه دی.

طالب مشران په یوه او بله بهانه د سولې مذاکرات اوږدوي او په دې بهانه یې جګړې ته دوام ورکړی چې جګړه یې ورځ تر بلې زوروره کیږي.

حکومت بار بار طالبانو ته له بهانو د تېرېدو او د رسمي مذاکراتو او اوربند د کولو غوښتنه کړې. خو طالبان په یوه او بله بهانه مذاکرات اوږدوي او د سیمې هېوادونو له سیاسي مشرانو سره یې ګرمې لیدنې پیل کړي.

افغان حکومت سولې ته خپل حسن نیت ښودلی، حکومت به څنګه سوله نه کوي، د افغان ولس سره سره افغلن حکومت هم د روانې جګړې درنه بیه پرې کوي خو طالبان نه د دین په قصه کې دي نه د سادین. نه د خپل افغان ولس په قصه کې دي چې دا هره ورځ لکه د رمو وژل کیږي او نه د خپلو بې عقلو جنګیالیو په قصه کې دي چې دا هره ورځ په سلګونو مړه کیږي.

د سولې مذاکراتو د پیل لپاره خو تقریباً دا دوه کاله وشول چې هلې ځلې روانې دي خو دا چې سپټمبر کې پیل شول لا هم خلکو پر طالبانو باور نه درلود چې ګواکې دومره ژر دې حکومت سره ستونزه حل کړي او طالبانو د خلکو دا باور رښتیا هم کړو چې هېڅکله خپلو شخصي ګټو نه نه تیریږي دوی نه د دین قصه کې دي او نه د خپل مسلمان افغان په قصه کې.

سپټمبر کې د مذاکراتو له پیل را هیسې تر دې دمه چې دا اوس خو بیخي په ټپه ولاړ دي. په چاودنو، بریدونو او جګړو کې د شهید کېدونکو عسکرو، ولسونو، ښځو او ماشومانو خون د طالبانو په غاړه دی او د دوی ټول قاتلین قطر کې طالب مشران دي. څومره چې جګړه غځوي او څومره خلک چې مري دا ټوله ګناه او خون یې د طالبانو غاړه نیسي.

که طالبان رحم او زړه لري نو کابل کې د پرون مازدیګرنۍ چاودنې چې د دوو ماشومو جونو مور په کې ټپي شوه او ماشومانو ورته په سویو نارو چغې کړې چې “مادر بلند شو مادر” نو زړه به یې وسوځي او د سولې مذاکراتو رسمي پیل ته به راشي او اوربند به وکړي او که یې په دې هم په زړه د رحم اوبه اوی نه شوې نو د طالب مشرانو او خرو تر منځ فرق نشته او نه ترې د انسانیت تمه کېدی شي.

عزیزي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.