The news is by your side.

د کورنیو چارو وزیر پوليس سيستماتيک مرګ ته تیاروي

خبريال وېبپاڼه- زياته موده کېږي چې په پرلپسې ډول د کابل کندهار په لويه لاره د پوليسو څخه خلک او موټروانان شکایت کوي، ددوی د شکایتونو ويډيو ګانې راغلې، خبريال او نورو معتبرو رسنیو دا ویډیو ګانې خپرې کړې راپورونه یې ورباندې جوړ کړل، خو د کورنيو چارو وزير بيا هم داسې اقدام ونکړ چې د خلکو د شکایتونو مخه ونیسي.

که څه هم د کورنیو چارو وزارت په دې وروستيو کې يوه اعلاميه خپره کړه چې ګواکي هغه پوليس یې له دندو ګوښه کړي چې خلک یې ځورول خو همدا پرون تازه له سیمې همغه ډول شکايتونه بيا رسنیو ته راووتل.

د زابل څخه د مشرانو جرګې يوه وکيل په دې هکله وويل چې له دندو لرې شوي پولیس هغه کسان نه دي چې خلک یې ځورول بلکې دا ټول هغه کسان لرې شوی دي چې واسطه یې نه درلوده.

د چارو شننونکي د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي ته سخت په غوسه دي او وايی چې اندرابي په لوی لاس پوليس د طالبانو وسلې او د خلکو نفرت ته سیخوي.

ددې شنونکو په اند د کورنیو چارو وزیر ددې سبب کېږي چې خلک د پولیسو څخه ورځ تر بلې خوابدي شي د خلکو او پوليسو او بلاخره خلکو او حکومت ترمنځ فاصله زیاته شي، له بلې خوا بيا د پوليسو دا ډول کارونه د خپلې د داعيې د مشروعیت لپاره کاروي.

طالبان دا ډول ويډيو ګانې خپروي او وايی چې پوليس د ولس د ځورولو بل کار نلري، دوی د فساد او مفسدینو لرې کوونکي دي، په دې وخت کې ځورېدلي خلک هم بيا طالبان په حقه بولي.

هسې هم د حکومت لوړ پوړي چارواکي بدنام دی د خلکو او حکومت ترمنځ کافي فاصله موجوده ده، پکار ده په دې سوچ وشي چې څه ډول دا فاصله راکمه شي نه دا چې په داسې کارونه ټينګار وشي چې هغه د حکومت او خلکو او خلکو او پوليسو ترمنځ فاصله نوره هم زياته کړي.

هغه عسکر هغه پوليس چې ولس ځوروي باید په همغه ورځ په ترټولو سخته سزا ورسېږي، دا يو ډېر لوی جرم دی، په افغانستان کې پوليس دې ته سخته اړتيا لري چې ولس ورباندې باور وکړي، کابل ښار کې همدا اوس خلک له غلو او پوليسو يو ډول وېره لري، پکار چې دا حالت بدل شي او هغه پوليس چې خلک وځوروي بايد په سمدستي توګه په سخته سزا ورسېږي.

د کابل کندهار په لاره د يوې خوا طالبان د موټر چلوونکو روپۍ اخلي د بلې خوا پوليس، دې هرڅه خلک نور پوزو ته راوستلي دي، حکومت او په ځانګړي ډول د کورنیو چارو وزرات ته په کار ده چې په دې برخه کې د زړه له اخلاصه عمل وکړي.

ليکوال؛ تاج محمد ارين

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.