The news is by your side.

سعودي کې شراب څښل قانوني او پر ښځو د کار بنديز لغوه شو

خبريال ويب پاڼه / په سعودي عربستان کې د محمد بن سلمان له پاچا کيدو وروسته ډيری داسي قوانين رامنځنه شول چې د سعودي عربستان کې به لومړی ځل وي چې داسي قوانين رامنځته کيږي.

په سعودي عربستان کې تر ټول زيات حیراونکی قانون د شراب څښل او خرڅلاو وو چې مخکي سخت منع وو.

خو اوس په نوي قانون کې هر څوک کولای شي شراب وپلوري او وپيرې.

نه يوازي دا بلکي سعودي عربستان د ښځو د اذادۍ ، کار او په ټولنيزو برخو کڼ نوي قوانين رامنځته کړل.

چې له هغو ډلي څخه اوس په سعودي عربستان کې ښځي کولای شي په اذاد ډول سفر ورکړي، موټر وچلوي او له هيواد څخه دباندي ولاړه شي.

په سعودي عربستان کې اوس ښځي کولای شي سپورت او هر ډول لوبي وکړي. هيره دي نه وي چې څه موده مخکي د سعودي عربستان د حکومت په مټ د ښځو د ريسلينګ يا پهلواني لوبه هو تر سره شوه.

په سعودي کې اوسنی هغه قانون چې د ډيرو نړيوالو رسنيو د خبرنو سر ټکی ګرځيدلی.

په پوځ د کې د سعودي پيغلو شاميول دي چې ګڼو غربي رسنيو په پرې اوږدې مقألې ليکلي په مقالو کې ښودل شوي چې سعودي عربستان د مډرنيزم په لور روان دی.

ودي عربستان ښځو ته اجازه ورکړې چې اوس د سرتیرو او نورو پوستونو په توګه د هیواد په پوځ کې شامليدای شي.

د رسنیو د راپورونو له مخې ، دغه اقدام د سعودي عربستان ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان د نړۍ ترټولو د لوی اقتصادي بدلون لپاره د پلان یوه برخه ده.

په سعودي عربستان کې ، ویل کیږي چې میرمنو ته به په ځینو برخو کې د کار کولو اجازه ورکړل شي ، که څه هم د ښځو د حقونو فعالین لا هم نیول کيږي.

سعودي عربستان کې د راپورونو له مخې میرمنو ته اجازه ورکړل شوي چې په پوځ ، د سعودي عربستان په هوایی ځواک ، رائل سعودي بحري ځواک او نورو بيلا بيلو برخو کې دندې تر سره کړي.

خو د سعودي عربستان د چارواکو له خوا ويل شوي هغې ميرمني چې چې د سعودي عربستان له وګړو پرته له نورو بهرنيو خلګو سره ودنو کړي هغه نشي کولای په پوځ کې دنده اجرا کړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.