The news is by your side.

پکتیا کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې کمې شوي

خبریال وېب پاڼه/ د پکتیا ولایت د ښځو چارو رٸییسه نسرین اوریاخېل وایي، سږ کال پکتیا ولایت کې د ښځو د تاوتریخوالي پېښې مې شوي چې موږ سره اووه قضیې رسمي ثبت او راجسټر شوي.

نوموړې د یادو قضیو په اړه وایي، دا قضیې مختلف ډولونه لري، څلور قضیې د وهلو ډبولو وې یوه فسق نامزدې وه، یوه قضیه غصب زمین وو او بل فرار منزل یا د کور نه تېښته وه چې دا ټولې قضیې خوشبختانه موږ حل کړي البته د عدلي او قضایي ارګانونو په همکارۍ سره او بل د دې ترڅنګ 58 قضیې مشوره دهی وي چې خویندو ته راځي او موږ مشورې ورکوو یا په لېرې پرتو سیمو کې مېشتې خویندې چې ټلفون کې مشوره غواړي موږ مشوره ورکوو نور د طلاق په مورد کې کومه قضیه موږ سره ثبت نه ده خو فسق نامزدۍ یا د کوژدې له منځه وړلو دوه قضیې موږ لرلې خو البته د طلاق قضیې که واقع کیږي هم په پښتنو سیمو کې بالخصوص په پکتیا ولایت کې ډېرې کمې دي خو ثبت کیږي او که وي هم د ګوتو په شمېر پیدا کیږي.

اغلې اوریاخېل زیاتوي چې “د خودکشۍ یا ځان وژنې موضوعات او مخفي مړینې هم شته چې بدبختانه دا یو څه وخت د مخفي مړینو قضیې ډېرې شوي، ولې هغه بیا مختلف پروسیجر لري چې جنایي سره شریک کیږي او بر رسي یې کیږي او وروسته د هغې نه بیا څارنوالۍ ته تسلیمیږي خو ډېری یې ثبت شوي نه دي دلته یو ستونزه چې موجوده ده مخفي مړینې پټې پاتې کیږي بل خلک نه غواړي چې خپل راز افشا کړي کوم قتل چې یې کړی نه غواړي دلایل یې د ټولتې مخ ته راوځي.

نوموړې وایي، خوشبختانه د تېرو کلونو په پرتله بیا دولتي اداراتو کې د مېرمنو حضور ډېر ښه دی او د دوی ونډه په ډېرېدو ده خو بیا هم
ډېره مراجعه د خویندو یو څه اندازه مؤوسساتو ته کیږي، هغه په دې چې معاشات یې لږ لوړ دي. ولې په دولت کې خاص داسې ترجیح نشته چې دوی ته ښه امکانات برابر کړي ټرانسپورټېشن ستونزه لرو او معاشات کم دي نو دې وجې نه بیا ډېرې زړه نه ښه کوي خو بیا هم تېرو کلونو په پرتله په پکتیا ولایت کې په دولت او غیر دولتي ادارو کې د مېرمنو ونډه زیاته شوې ده.

پکتیا ولایت یو له هغو ولایتونو دی چې هلته د کور نه بهر کار کولو او زده کړو برخه کې د نجونو او ښځو ونډه کمه ده خو د تېرو کلونو په نسبت اوس دا ونډه په پراخېدو ده.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.