The news is by your side.

ایران کې لایونونو لس کسان وژلي

د ایران د سروان ښار کې سخت لایونونه د دې سبب سول چې اخ ډب رامنځ ته کړي راپورونه وايي چې قهرجنو  اعتراض کوونکو د پولیسو پر یوې قوماندانۍ هجوم ور وړی چې لاریونوالو ته یې مرګ ژوبله اړولې.

راپورونه وايي چې د پولیسو له لوري پر دې اعتراض کوونکو وروسته له هغه برید وسو چې د دوی پر قوماندانۍ يې هجوم ور وړی او لس کسان يې وژلي پنځه نور ژوبل دي.

تراوسه پوري رسمي سرچینو یا د ایرا دولت په دې هکله څه نه دي ویلي خو د لارینوالو هجوم او مرګ ژوبلې انځورونه پر ټولنیزو رسنیو نشر سوي چې وروسته له هغه د یو شمېر بشري نهادونو له لوري اعتراضونه هم سوي.

په سیستان بلوچستان کې د بشري حقونو بنسټونو په خپلو اعتراضونو کې ویلي چې د پولیسو له لوري په سراروان سرحدي  سیمه کې پرملکي  موټر چلوونکو، او د تیلو پر لیږدوونکو ډزې سوی ځکه دوی پرې اعتراض کړی دی.

د وژل سویو کسانو ترڅنګ په دې پېښه کې یو شمېر کسان ژوبل سوي هم دي چې روغتیاپالانو يې د یو شمېر روغتیايي حالت نازک ښودلی دی.

د ایران له لوري د بشري حقونو څخه سرغړونه انځورونه او ویډیو ګانې بلوڅ فعالانو پر ټولنیزو رسنیو نشر کړي دي

تراوسه پوري ایراني دولت په مسؤلانه توګه څه نه دي ویلي خو دا چې د لاریونونو پرمهال دومره خلک وژل کیږي د بشري حقونو بنسټونو پرې اعتراض کړی او ښايي له نورو غبرګونونو سره مخ سي.

ویل کیږي چې  په سراوان ښار کې حالت اوس هم ترینګلی دی ټولې ورغلې لارې تړلې دي ټلیفوني او انټرنيټتي اړیکي پرې سوې او دغه راز، ځکه نو تازه جزیاتو ته لاس رسی ګران سوی دی.

تراوسه پوري د حالت بیرته عادي کیدلو لپاره کومه هیله نسته ځکه چې اوس هم په سیمه کې حالت ترینګلی لاریونوال او  امنیتي ځواکونه یو بل ته په مورچو کې ناست دي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.